نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ایران له اسرائیل سره د اړیکو او د خوزستان په ولایت کې د مرګونو بریدونو په تور شپږ کسان اعدام کړل
ایران ویلي، د اعدام په سزا محکوم شپږ بندیان یې اعدام کړي، چې ادعا کوي د هېواد په تېلو بډایه سوېل لویدیځ کې یې د اسرائیل په استازیتوب بریدونه ترسره کړي وو.
ایران له اسرائیل سره د اړیکو او د خوزستان په ولایت کې د مرګونو بریدونو په تور شپږ کسان اعدام کړل
ایران له اسرائیل سره د اړیکو او د خوزستان په ولایت کې د مرګونو بریدونو په تور شپږ کسان اعدام کړل / AA

ایران له اسرائیل سره د اړیکو او د خوزستان په ولایت کې د مرګونو بریدونو په تور شپږ کسان اعدام کړل

دا کسان د اعدامونو د یوې پراخې څپې په ترڅ کې اعدام شوي، چې باور دی د جون میاشتې د ایران او اسرائیل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ نښتې وروسته دا په  تیرو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

ایران ویلي، د اعدام په سزا محکوم شپږ بندیان یې اعدام کړي، چې ادعا کوي د هېواد په تېلو بډایه سوېل لویدیځ کې یې د اسرائیل په استازیتوب بریدونه ترسره کړي وو.

د ایران قضایه قوې د شنبې په ورځ وویل چې دغو کسانو د پولیسو افسران او امنیتي ځواکونه وژلي وو، او همدارنګه یې د ایران په نا ارامه خوزستان ولایت کې د خرمشهر ښار شاوخوا سیمو کې د بمي چاودنو پلانونه جوړ کړي وو.

قضایه قوې په خپله "میزان" وېبپاڼه کې ویلي: "د شپږو بېلتون غوښتونکو ترهګرو عناصرو د اعدام سزا، چې په وروستیو کلونو کې یې د خوزستان ولایت امنیت په نښه کولو لپاره یو لړ وسله وال عملیات او بمي بریدونه ترسره کړي وو، نن سهار وختي پلي شوه."

د اعدام شویو کسانو هویت او د هغوی د نیولو او سزا په اړه جزئیات سمدستي روښانه نه وو. خو میزان راپور ورکړی چې دوی په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د دوو پولیسو افسرانو او د بسیج نیمه پوځي ځواک د دوو غړو په ګډون د څلورو امنیتي منسوبینو په وژنه کې لاس درلود.

راپور دا هم ویلي چې دوی "د تخریبي کړنو لکه د بمونو جوړولو او ځای پر ځای کولو، او د خرمشهر د تېلو پمپ الوزولو په پلانولو او ترسره کولو اعتراف کړی و."

د اعدامونو زیاتوالی

ایران، چې له لسیزو راهیسې له اسرائیل سره په یوه پټه جګړه کې ښکېل دی، ډېر هغه کسان یې اعدام کړي چې له اسرائیل او د هغه له استخباراتي ادارې، موساد، سره یې د جاسوسۍ تور پرې لګولی دی.

سږکال د اعدامونو شمېر د پام وړ زیات شوی، چې په وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۰ د اعدام سزاګانې پلي شوې دي.

د ایران او اسرائیل نښته د جون په میاشت کې په مستقیمه جګړه واوښته، کله چې اسرائیل د ایران په داخل کې پر بېلابېلو اهدافو بریدونه وکړل، چې په ځینو بریدونو کې د موساد چارواکي د هېواد په داخل کې ژور ځای پر ځای شوي وو.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه