نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
روسیه: "د اوکرایین جاسوس" چې د انګلیس ډیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول ونیول شو
د روسیې فدرالي امنیت ادارې ویلي، یو روسی وګړی، چې د بریتانیايي دیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول او د اوکراین د جاسوس په توګه یې فعالیت کاوه، نیول شوی دی.
روسیه: "د اوکرایین جاسوس" چې د انګلیس ډیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول ونیول شو
په مسکو کې د لوبیانکا چوک یوه منظره، چې په کیڼ اړخ کې یې د فدرالي امنیتي خدمت (FSB) تاریخي ودانۍ موقعیت لري، سه شنبه، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۸مه. (د AP عکس)

د فدرالي امنیت ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې په مسکو کې د بریتانیا سفارت لپاره د امنیت برابرولو شرکت یو کارمند نیول شوی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې، "نیول شوی روسی تبعه، چې په ۱۹۸۱ کال کې زیږیدلی، د اوکراین د امنیتي خدماتو (SBU) د جاسوس په توګه پیژندل شوی او د بریتانوي ډیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول."

په بیان کې ادعا شوې چې د کیف ادارې راټول شوي معلومات د بریتانوي ډیپلوماتانو په وړاندې د تخریب او ترهګریزو کړنو د تنظیمولو لپاره کارولي، او زیاته یې کړه، "له دې امله به روسیه مسؤوله بلل کیده. موخه دا وه چې بریتانیا د روسیې سره مستقیمې وسله والې شخړې ته راکاږي، په دې توګه له لندن څخه اوکراین ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو اضافي لیږد خوندي کړي او په روسیه باندې د بندیزونو فشار زیات کړي."

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې په دې اړه انګلیس لوري ته معلومات ورکړل شوي دي.

په هغه ویډیو کې چې د FSB لخوا خپره شوې، نیول شوي شکمن کس اعتراف کړی چې د اوکراین استخباراتو لپاره یې کار کاوه او د ډیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول.

وپلټۍ
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي