منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د ایران د ستر مذهبي مشر یوه لوړپوړي نظامي سلاکار وویل د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بیروت پر جنوبي څنډو د اسرائیلو د ګواښونو په ځواب کې توغندي توغولو ته چمتو دي. هغه ټینګار وکړ چې تهران په سیمه کې د کړکېچ په زیاتېدو سره د حزب الله ملاتړ ته دوام ورکوي
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي

د ایران د ستر مذهبي مشر یوه لوړپوړي سلاکار د هر ډول نوې شخړې په وړاندې د لا سخت ځواب خبرداری ورکړی او د لبنان امنیت یې په سیمه کې له روانو خبرو اترو او د اوربند له نازکو هڅو سره تړلی وباله.

د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنئي یوه لوړپوړي نظامي سلاکار، محسن رضايي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بیروت پر جنوبي څنډو د اسرائیلو د ګواښونو په ځواب کې توغندي توغولو ته چمتو دي. هغه ټینګار وکړ چې تهران په سیمه کې د کړکېچ په زیاتېدو سره د حزب الله ملاتړ ته دوام ورکوي.

محسن رضايي له ایراني دولتي ټلویزیون سره په خبرو کې پر اسرائیلو تور پورې کړ چې په لبنان کې د فشار له تاکتیکونو کار اخلي ترڅو په هغو خبرو اترو کې امتیازات ترلاسه کړي چې ایران هم پکې ښکېل دی. هغه خبرداری ورکړ چې لبنان به په راتلونکي کې د هر ډول سیمه ئیز جوړجاړي په مرکز کې وي او له خپلو متحدینو سره یې د تهران پر ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ.

رضايي زیاته کړه چې له حزب الله څخه د ایران ملاتړ د "سټراټیژیک اعتبار" خبره ده او وې ویل چې که جګړه بیا پیل شي، د اسرائیلو شمالي برخې به له داسې شرایطو سره مخ شي چې تر تېرې ۴۰ ورځنۍ جګړې به "ډېر سخت" وي.

د هرمز تنګی او کنګل شوې پیسې د فشار اصلي ټکي پاتې دي

رضايي د هرمز تنګی د ایران تر کنټرول لاندې یو پیاوړی "مخنیونکی ځواک" وباله او ویې ویل چې دا لاره باید د سوداګرۍ پر مخ خلاصه وي، خو د نظامي فشار لپاره ونه کارول شي. نوموړي د ایران د لږ تر لږه ۲۴ میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګې د خوشې کولو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې دا ګام به په ډیپلوماټیکو هڅو کې د باور جوړولو سره مرسته وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روان کال په پیل کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته سیمه کې کړکېچ خورا زیات شو. دغو بریدونو د تهران غبرګوني بریدونه او د هرمز تنګي لنډمهاله تړل کېدل له ځان سره درلودل. که څه هم د اپریل په میاشت کې د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند رامنځته شو، خو د یوې جامع هوکړې لپاره خبرې اترې لا هم نازکې دي.

په لبنان کې، د اپریل له نیمایي راهیسې د اوربند له اعلان سره سره بیا هم جګړې دوام لري. د بیروت شاوخوا ته د اسرائیلو بریدونو او د یرغل د پراخولو ګواښونو دا اندېښنې پیدا کړې دي چې کېدای شي جګړه یو ځل بیا پراخه شي، که څه هم د امریکا په مشرۍ ډیپلوماټیکې هڅې د اوربند د ساتلو لپاره روانې دي.

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.