په غزه کې روغتونونه او د کډوالو خیمې د اوبو لاندې شوي دي
د سې شنبې په لومړیو کې د هوا د نوي کم فشار سیسټم له امله په غزه کې سختو بارانونو، د بې ځایه شویو فلسطینیانو زرګونه خیمې او یو روغتون سیلاب وړي دي.
په غزه کې شدیدو بارانونو د اورښت په نتیجه کې راوتلو سیلابونو روغتونونه او د زرګونو بې ځایه شویو فلسطینیانو خیمې د اوبو لاندې کړي دي.
تېره اونۍ په غزه کې د ژمي توپان له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سې شنبې په لومړیو کې د هوا د نوي کم فشار سیسټم له امله په غزه کې سختو بارانونو، د بې ځایه شویو فلسطینیانو زرګونه خیمې او یو روغتون سیلاب وړي دي.
د انادولو اژانس د خبریال په وینا، د باران اوبه د غزې د الشفا روغتون ځینو برخو، په ځانګړې توګه د استقبال او بېړنۍ څانګې ته ورننوتې، چې له امله یې د روغتون فعالیتونه ګډوډ شوي دي. الشفا روغتون، چې د غزې تر ټولو لوی طبي مرکز دی، د دوه کلنې جګړې په اوږدو کې د اسرائیلو له ګڼ شمېر بریدونو سره مخ شوی او سخت زیان یې لیدلی دی. د اوربند وروسته د غزې د روغتیا وزارت د بیارغونې هڅې د اسرائیلو لخوا د اړینو تجهیزاتو د ننوتلو د مخنیوي له امله ناکامې شوې دي.
عیني شاهدانو انادولو خبري اژانس ته ویلي چې د بې ځایه شویو خلکو زرګونه خیمې هم د دوشنبې له ماښامه راهیسې د سختو بادونو له امله سیلاب وړي او ویجاړې شوې دي.
بې ځایه شوي فلسطیني، خالد عبدالعزیز، انادولو ته وویل: "موږ د سختو بادونو په غږ راویښ شو چې زموږ پر خیمه يي لړزوله. موږ هڅه وکړه چې خیمه ټینګه کړو، خو بادونو خیمه له بېخه وایستله او زموږ ټول سامانونه یې له ځانه سره یوړل." هغه زیاته کړه: "زه له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره بهر په باران کې ناست یم. د سرپناه لپاره هیڅ ځای نشته."
شاهدانو ویلي، په سلګونو فلسطینیانو هڅه کړې چې د باران له اوبو څخه د هغو ودانیو تر نړېدلو برخو لاندې پناه واخلي چې د اسرائیلو د پوځ لخوا ویجاړې شوې دي.
په ورته وخت کې، فلسطینی مها ابو جزر له خپلو دریو ماشومانو سره وروسته له هغې بې وسه منډې وهلې چې د خان یونس په لویدیځ کې د المواسي په ګاونډ کې یې خیمه د باران اوبو ډوبه کړه.
بل لور ته، د غزې د ملکي دفاع ویاند، محمود بصل، خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د جګړې پر مهال په جزوي توګه ویجاړ شوي زرګونه کورونه د باران او سختو بادونو له امله هر وخت د نړېدو له خطر سره مخ دي. بصل انادولو ته وویل: "دا کورونه د سلګونو زرو فلسطینیانو ژوند ته چې هیڅ سرپناه نه لري، یو جدي خطر پېښوي. موږ نړۍ ته په وار وار خبرداری ورکړی، خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې."
تېره اونۍ په غزه کې د بایرن توپان پر مهال لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له ۲۷،۰۰۰ څخه ډیرې د بې ځایه شویو خیمې سیلاب وړي، د سیلابونو له امله ویجاړې شوې، یا د سختو بادونو له امله ټوټه ټوټه شوې او په ټوله غزه کې ۱۳ ودانۍ نړېدلې دي.
د ملکي دفاع د ادارې په وینا، دا مهال په ټوله غزه کې نږدې ۲۵۰،۰۰۰ کورنۍ د بې ځایه شویو په کمپونو کې ژوند کوي، چې ډیری یې په کمزورو خیمو کې له یخنۍ او سیلابونو سره مخ دي.
که څه هم د اکتوبر په ۱۰مه اوربند نافذ شو، په غزه کې د ژوند شرایط ښه شوي نه دي، ځکه چې اسرائیل د مرستندویه لاریو پر ننوتلو سخت محدودیتونه لګولو ته دوام ورکوي، چې دا د تړون د بشردوستانه پروتوکول څخه سرغړونه ده.
د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۷۰،۶۰۰ څخه ډیر کسان، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او له ۱۷۱،۱۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي، چې دا بریدونه د اوربند سره سره دوام لري.