نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په فرانسه کې د ښي اړخې سیاستوالې مارین لي پین د ولسمشرۍ ارمان د ګواښ سره مخامخ دی
د فرانسې یو محکمه به  د دوشنبې په ورځ، د  ښي اړخي سیاستوالې مارین لی پین د قضیې په اړه چې د اروپایي پارلمان د جعلي دندو د تورونو په تړاو پیل شوې ده خپله وروستۍ پریکړه وکړي.
په فرانسه کې د ښي اړخې سیاستوالې مارین لي پین د ولسمشرۍ ارمان د ګواښ سره مخامخ دی

دا پرېکړه کولی شي په ۲۰۲۷ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د هغې د نوماندۍ چانسونه له منځه یوسي.

مارین لی پین، چې درې ځله یې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړی، په کلکه د هر ډول ناسم عمل انکار کړی دی. خو د دې قضیې څارنوالانو، چې د ملي غونډې  نورو لوړپوړو چارواکو ته هم متوجه ده، له محکمې غوښتي چې لی پین ته د بند او په  عامه اداراتو کې  د هغه په کار کولو  بندیز ولګوي.

که محکمه د څارنوالانو سپارښتنه ومني، نو دا بندیز به حتی د هغې د اپیل په صورت کې هم نافذ وي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به یې بې صلاحیته کړي.

د ۲۰۲۴ کال د پارلماني ټاکنو وروسته، د هغې ګوند ملي یووالي  د پارلمان تر ټولو لوی ګوند په توګه راڅرګند شو. لی پین باور لري چې د کډوالۍ او د ژوند د لګښتونو په اړه د عامه اندېښنو په ملاتړ سره، هغه کولی شي په ۲۰۲۷ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

تېر کال هغې د هغه وخت د لومړي وزیر میشل بارنیه حکومت د بې باورۍ په رایه کې نسکور کړ، چې د هغې نفوذ یې په ډاګه کړ.

که هغه له صحنې ووځي، نو د هغې ځای ناستی به د ملي یووالي ګوند مشر، ۲۹ کلن جورډن بارډیلا وي، چې په دې قضیه کې تر پوښتنې لاندې نه دی. خو د ګوند دننه هم شکونه شته چې آیا هغه د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاین لپاره کافي تجربه لري که نه.

لی پین په ۲۰۱۱ کال کې د ملي جبهې (FN) مشري په غاړه واخیسته، خو ژر یې ګوند د ټاکنیزې ځواک په توګه بدل کړ او د دې بنسټ ایښودونکي او د هغې د پلار، ژان ماري لی پین، میراث یې له منځه یووړ. هغې د ګوند نوم ملي یووالي ته بدل کړ.

د لی پین ترڅنګ، د هغې په مشرۍ د ملي یووالي ګوند هم پدې قضیه کې دخیل دی. د ۴.۶ میلیونه ډالرو جریمې له خطر سره مخ دی، چې له دې څخه به نیمایي برخه معاف شي.

په ټولیز ډول، ۲۴ کسان په دې قضیه کې تورن دي، چې په کې د اروپایي پارلمان ۹ پخواني غړي او د هغوی ۱۲ پارلماني مرستیالان شامل دي.

تېر کال څارنوالانو غوښتنه وکړه چې لی پین ته د پنځو کلونو بند سزا ورکړل شي، چې درې کاله به یې معطل وي، دوه کاله به د بند څخه بهر د بریسلیټ سره تېروي، ۳۰۰,۰۰۰ یورو (۳۲۴,۰۰۰ ډالر) جریمه او د پنځو کلونو لپاره په دولتي اداراتو کې په کار کولو  بندیز پرې ولګول شي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.