نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
راپور: که محدود بریدونه او خبرې اترې ناکامې شي، ټرمپ پر ایران د پراخ برید په اړه فکر کوي
د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي چې ټرمپ دې ته لېوالتیا ښودلې چې په راتلونکو ورځو کې پر ایران یو هدفمند برید ترسره کړي ترڅو ایراني مشرانو ته دا نښه ورکړي چې هغوی باید د اټومي وسلو د تولید وړتیا پرېږدي.
راپور: که محدود بریدونه او خبرې اترې ناکامې شي، ټرمپ پر ایران د پراخ برید په اړه فکر کوي
راپور: که محدود بریدونه او خبرې اترې ناکامې شي، ټرمپ پر ایران د پراخ برید په اړه فکر کوي / Reuters

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د ډیپلوماتیکو خبرو اترو او مذاکراتو د ناکامیدو په صورت کې پر ایران د یو لومړني هدفمند پوځي برید په اړه غور کوي . ښايي د دغه هېواد د مشرتابه د پرځولو په موخه پراخ اقدامات تعقیب کړي. دا خبر نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو امریکايي چارواکو په حواله ورکړی چې له داخلي بحثونو خبر دي.

په هغې مقاله کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي چې ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې که مذاکرات او هر ډول محدود بریدونه تهران د خپل اټومي پروګرام پرېښودو ته قانع نه کړي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د پراخو پوځي عملیاتو په اړه فکر وکړي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې ټاکل شوې د امریکا او ایران مذاکره کوونکي د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې سره وګوري؛ چارواکو دا ناسته له پوځي شخړې څخه د مخنیوي لپاره وروستۍ هڅه بللې ده. دغه خبرې اترې چې د عمان په منځګړیتوب کېږي، تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۶مه په مسقط او د فبرورۍ په ۱۷مه په جنیوا کې هم شوې وې.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي چې ټرمپ دې ته لېوالتیا ښودلې چې په راتلونکو ورځو کې یو هدفمند برید ترسره کړي ترڅو ایراني مشرانو ته دا نښه ورکړي چې هغوی باید د اټومي وسلو د تولید وړتیا پرېږدي. په پام کې نیول شوي احتمالي اهداف د ایران د پاسداران انقلاب مرکزونه، اټومي تاسیسات او د بالستیک توغندیو زیربناوې دي.

ورځپاڼې د چارواکو له قوله ویلي چې ټرمپ اشاره کړې که دا ډول اقدامات ناکام شي، هغه به د روان کال په وروستیو کې د ایران د مشرتابه د لیرې کولو په موخه د یو لوی پوځي برید په اړه غور وکړي.

په عامه توګه، ټرمپ ویلي چې هره هوکړه باید د ایران لخوا د اټومي موادو د "صفر غني کولو" پایله ولري. خو ایران یو سخت دریځ غوره کړی او د بهرنیو ځواکونو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران به له هغه څه تېر نه شي چې دوی یې د اټومي وسلو د نه خپرولو د تړون له مخې د اټومي سون توکو د تولید خپل حق ګڼي.

دا خبرې اترې په سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځي ځواکونو د پیاوړي کېدو په ترڅ کې کېږي. د معلوماتو له مخې، د امریکا د الوتکې وړونکو بېړیو دوه ډلې له جنګي الوتکو او بم غورځونکو سره یوځای د ایران په نږدېوالي کې ځای پر ځای شوي دي.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه