نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
بېلډ (BILD) ورځپاڼې د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې یو سپین رنګه مینی بس موټر  په ډېر سرعت سره د خلکو ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت.
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
برلین

چارواکو د پېښې ځای ته ګڼ شمېر پولیس استولي او له وګړو یې غوښتي چې سیمه پرېږدي او د بېړنیو خدمتونو د ډلو لارښوونې تعقیب کړي.
د جرمني رسنیو د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې د برلین په مرکز کې د یوې نندارې پر مهال د خلکو ګڼې ګوڼې ته د یوه موټر د ننوتلو په پایله کې یو کس مړ شوی او له ۱۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ په ځايي وخت د شپې شاوخوا ۱۰ بجې د ټیرګارټن په سیمه کې د یوې نندارې مهال رامنځته شوې ده.

بېلډ (BILD) ورځپاڼې د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې یو سپین رنګه مینی بس موټر  په ډېر سرعت سره د خلکو ګڼې ګوڼې ته ورغلی دی.

له پېښې وروسته، د بېړنیو مرستو مرکز کې د ګڼ شمېر ټپیانو له امله بېړنی حالت اعلان شو. د اطفاييې ویاند وویل چې د پېښې ځای ته ۴۴ تنه د بېړنیو مرستو کارکوونکي لېږل شوي دي.

سیمې ته د ګڼ شمېر پولیسو د استولو ترڅنګ، چارواکو له خلکو غوښتي چې د پروګرام ساحه پرېږدي او د ژغورنې ډلو لارښوونې په پام کې ونیسي.

تر اوسه د موټر چلوونکي او د پېښې د اصلي لامل په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ