نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
یوه کوچنۍ اشتباه کیدای شي چې تاسې ته لوی سرخوږی پیښ کړي.
امریکا په پلازمینه واشنګټن کې  د ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیت  ادارې یو تن د ولسمشر ځانګړې چورلکې ته د لیزر د نیولو په تور ونیو.
یوه کوچنۍ اشتباه کیدای شي چې تاسې ته لوی سرخوږی پیښ کړي.
/ AP

یوه کوچنۍ اشتباه کیدای شي چې تاسې ته لوی سرخوږی پیښ کړي.

د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې  د ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیت  ادارې یو تن د ولسمشر ځانګړې چورلکې ته د لیزر د نیولو په تور ونیو. ویل کیږي نوموړی کس وروسته له هغه په فدرالي تورونو ونيول شو چې ويل کيږي له سپينې ماڼۍ څخه د پورته کېدو پر مهال يې د "مارين ون" په نوم هغې هیلیکوپترې لېزر نيولی وه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پکې سپور و.

د واشنګټن ډي سي اوسېدونکی ۳۳ کلن جيکب سمويل وينکلر پر يوې الوتکې د لېزر نيولو په تور تورن شوی، چې دا يو لوی جرم دی او تر پنځو کلونو پورې د بند سزا لري.

د دوشنبې په ورځ د محکمې د اسنادو له مخې، دا پېښه د شنبې په ماښام هغه مهال وشوه کله چې د د ولسمشرۍ د امنیت ادارې یو تن  افسر ډيګو سانټياګو د "ايليپس" پارک ته نږدې په "کانسټيټيوشن جاده" کې يو سړی وليد چې کمیس يي په غاړه نه وو، په لوړ غږ يې خبرې کولې او له ځان سره غږېده.

د ولسمشرۍ د امنیت د ادارې افسر ليکلي، کله چې مارين ون له پاسه تېرېده، وينکلر ظاهراً پر هیلیکوپترې  لېزر نیولی وو، چې دې کار کولی شو چې یوه هوايي فاجعه رامنخته کړي.

نوموړی کس وروسته له هغه چې د پولیسو لخوا ونیول شو او لاسونه پرې وتړل شو ، وویل چې هغه باید له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه بښنه وغواړي" او څېړونکو ته يې وويل چې هغه په منظمه توګه بېلابېلو شيانو لکه د درېدو نښو او داسې نورو ته  لېزر نيسي او په دې نه و خبر چې پر مارين ون د لېزر نيول غيرقانوني کار دی. افسرانو د هغه سره یو کوچنی چاقو هم موندلی دی.

د محکمې په اسنادو کې دا نه دي ويل شوي چې په مارين ون کې دننه چا لېزر ليدلی و او که نه، خو افسر ويلي چې د وينکلر دې کار کولای شول پيلوټ په لنډمهاله توګه ړوند يا ګنګس کړي او د هیلیکوپترې او نږدې نورو الوتکو ژوند له خطر سره مخ کړي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله