نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې ، د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د خپلو ګاونډیانو امنیتي اندېښنې حل کړي.
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي / َAA

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي چې د سیمه‌ییزې همکارۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره، افغانستان باید د ترهګرۍ د ګواښ په ګډون د خپلو ګاونډیانو امنیتي اندېښنو ته رسېدنه وکړي.

ډار په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې له افغانستان سره د اړیکو په اړه څرګندونې وکړې.

ډار وویل چې پاکستان غواړي یو «سوله‌ییز، سوکاله او باثباته» افغانستان وویني، او زیاته یې کړه چې یو داسې افغانستان چې له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي او په بشپړه توګه د ECO په چوکاټ کې مدغم شوی وي، هم به د خپل ولس او هم به د سیمې په ګټه وي.

نوموړي وویل: «په ورته وخت کې، د پام وړ پرمختګ دې ته اړتیا لري چې افغان چارواکي د خپلو ګاونډیانو امنیتي اندېښنې، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ ګواښ حل کړي.» ډار د سیمه‌ییزو اقتصادي مشارکتونو د پایښت لپاره د یوه امن او باثباته چاپېریال پر اهمیت ټینګار وکړ.

ډار زیاته کړه: «ناحل شوي اختلافات او د نړیوالو ژمنو نه پوره کول کولای شي دغه باور ته زیان ورسوي او اقتصادي بهیر له خنډ سره مخ کړي.»

نوموړي دې ته په اشارې سره چې دوی د سوداګرۍ او پانګونې د لمنې پراخولو، د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا او د ECO د سوداګرۍ تړون د پراختیا په څېر موخې لري، ټینګار وکړ چې د اقتصادي ودې لپاره په سیمه کې ثبات اړین دی.

ډار همداراز یادونه وکړه چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو څخه د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو لپاره د دوی ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي.

 

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی