روغتیا
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
روسیې اعلان کړی دی چې د پوستکي او کولمو سرطان لپاره يي واکسین جوړ کړي دي چې په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې ډیره مثبته نتیجه ورکړې ده
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه

د ګامالیا څېړنیز انسټیټیوټ علمي مدیر الکساندر ګینزبورګ، چې د دغه واکسین په جوړولو کې یې رول درلود، وویل چې د یوه ۶۰ کلن ناروغ درملنه روانه ده چې د میلانوما په درېیم پړاو اخته دی او لومړی ډوز یې د اپریل په میاشت کې اخیستی و.

ګینزبورګ یادونه وکړه چې په ترسره شویو ازموینو کې د ناروغ بدن د تومور او میټاسټاسیس (نورو غړو ته د سرطان خپرېدل) سره د مبارزې لپاره اړین فعال مرکبات تولید کړي او معافیتي غبرګون خورا مثبت و.

د روسیې د روغتیا وزارت تېر کال د میلانوما د پرمختللي پړاو لپاره د "Neooncovac" په نوم د mRNA پر بنسټ د واکسین او د کولوریکټل (د کولمو) سرطان لپاره د "Oncopept" په نوم د پیپټایډ درملو کارولو اجازه ورکړې وه.

د ګامالیا انسټیټیوټ چارواکو اعلان وکړ چې د میلانوما شخصي شوی واکسین به په نږدې راتلونکي کې د ۱۰ نورو ناروغانو لپاره هم چمتو شي او تولید به یې له یو څخه تر دریو میاشتو پورې بشپړ شي.

د جنیټیکي تحلیل له لارې شخصي تولید

په دې طریقه کې، د دې پرځای چې ناروغي په مستقیم ډول تداوي شي، هدف دا دی چې د بدن معافیتي سیسټم ته وروښودل شي چې د سرطان حجرې وپېژني او له منځه یې یوسي. په دې پروسه کې د ناروغ له تومور او روغې نسج څخه د اخیستل شویو نمونو جنیټیکي جوړښت تحلیل کیږي؛ د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې یوازې د همغه اړوند کس لپاره ځانګړی واکسین تولیدیږي.

د روسیې د ملي طبي راډیولوژي د څېړنیز مرکز مشر، اندري کاپرین وویل چې دا ټیکنالوژي د سرطان په درملنه کې یو بنسټیز نوی چلند وړاندې کوي.

له بلې خوا، ویل شوي چې هغه ناروغان چې د "Oncopept" درملنه یې ترلاسه کړې، هم لازم معافیتي غبرګون ښودلی دی. همدارنګه د ګامالیا انسټیټیوټ د پانقراس، پښتورګو او د سږو د ځینو ډولونو (non-small cell lung cancer) سرطان د درملنې په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې دي.

وپلټۍ
نیپا ویروس څه شی دی چې په سویلي اسیا کې یې وېره خپره کړې ده؟
د سرطان په درملنه کې یوه نوې هیله
افریقایي هېوادونو د HIV مخنیوي  واکسین لومړی عامه وېش پیل کړ
ولسمشر اردوغان ته د روغتیا د نړۍوال سازمان لخوا جایزه ورکړل شوه
مالدیف د نړۍ لومړی هیواد دی چې په تنباکو او سګرټو پدې ډول سخت بندیزونه لګوي
امریکايي-جاپاني ډلې د معافیتي سیسټم د څېړنو له امله د طب په برخه کې د ۲۰۲۵ کال د نوبل جایزه وګټله
د نوي راپور له مخې، کیمیاوي ککړتیا د اقلیمي بدلون په څېر یو نړیوال بحران دی
جاپان وروسته له هغه چې یو تن د پیشوګانو لخوا انتقالیدونکي د کنې ویروس له امله ومړ خبرداری خپور کړ
په امریکا کې د "ډیر اسانه خپریدونکي" کوویډ-19 نوي ډول پيښه کشف شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راتلونکو روغتیایي بحرانونو سره د مقابلې لپاره یوه ګډه معاهده تصویب کړه
د کولمو سرطان ناروغي په ځوانانو کې هم په چټکۍ سره مخ په ډیریدو ده
اکسفورډ د ۲۰۲۴ کال کلمه اعلان کړه: "د مغزو خرابېدل"
په تیره یوه پيړۍ کې د نارينه وو قد د ښځو په پرتله له دوه برابره ډیر اوږد شوی دی
د سږو سرطان د وختي تشخیص لپاره نوې هیلې
چینايي ساینس پوهانو په طبي پرمختګ کې د Type-۱ د شکر ناروغي لپاره درملنه رامینځته کړې
هغه کور چې لمر نه لري د ډاکټر ميلمه به وي
ایا د ټولنیزو رسنیو ډیر کارول د خرابې روغتیا سره تړاو لري؟ څیړونکي وايي هو