منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې د اسرائيلو په هوايي برید کې د ماشوم او امیندوارې میرمنې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي
د روغتون چارواکي وايي چې د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات کډوالو په کمپ کې په یوه کور د اسرائيلو په برید کې د یوې کورنۍ درې غړي او یو بل کس ووژل شول.
په غزه کې د اسرائيلو په هوايي برید کې د ماشوم او امیندوارې میرمنې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي
په غزه کې د اسرائيلو په هوايي برید کې د ماشوم او امیندوارې میرمنې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي / Reuters

د روغتون چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ په جګړه ځپلي غزه کې د اسرائيلو د هوايي برید له امله لږ تر لږه څلور فلسطینیان، چې یو هلک او د هغه امیندواره مور هم پکې شامل دي، ووژل شول.

د الاقصی شهیدانو روغتون ته نږدې د نصیرات په ښاري کمپ کې د برید له امله یو کور په نښه شو، چې د یوې کورنۍ مور او پلار  او د دوی ځوان زوی پکې ووژل شول. څلورم وژل شوی کس د نصیرات عوده روغتون ته انتقال شوی و.

د اسرائيلو پوځ تر اوسه په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې.

دا مرګونه د هغو وروستیو تلفاتو له ډلې دي چې په ساحلي سیمه کې د فلسطینیانو ترمنځ رامنځته شوي. د ویلو ده چې د تیر کال د کتوبر په میاشت کې د اوربند نه راپدیخوا اسرائیل وخت ناوخته سرغړونې کوي او بې ګناه انسانان وژني.

که څه هم درنې جګړې کمې شوې دي، خو د اوربند سره سره بیا هم نږدې هره ورځ د اسرائيلو سرغړونې لیدل کېږي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، اسرائيلي ځواکونو له هغه وخت راهیسې پرله پسې هوايي بریدونه کړي او ډېر ځله د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو ته نږدې پر فلسطینیانو ډزې کوي، چې له امله یې له ۶۵۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

وپلټۍ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته د عراق د لومړي وزیر لخوا د بیړنۍ امنیتي غونډې بلنه
په تهران کې په یوه مرکزي سیمه کې د ټرمپ یو انځور ځوړول شوی چې پر سر يي  "انتقام" حتمي دی لیکل شوي دي
عراقچي د عمان او سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر "سیمه ییزو مسایلو" خبرې وکړې
په غزه کې له یوې ودانۍ څخه، د دوو کورنیو ۹۹ مړي راوویستل شول
ایران د هرمز تنګي نه  د ۶ کښتیو د تیریدو مخه ونیوله
"د اسرائیل د اپوزیسیون مشر پر نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او د سرتیرو د وژل کیدو مسئول وبایله
ایران خبرداری ورکړ چې  اوکراین به ډېر ژر پوه شي چې ایران هېڅ اقدام بې ځوابه نه پرېږدي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي