منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ او سیسي به د دوشنبې په ورځ په مصر کې د یوې نړۍوالې غونډې کوربه توب وکړي.
مصر وايي، په دې سرمشریزه کې به د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشران ګډون وکړي.
ټرمپ او سیسي به د دوشنبې په ورځ  په مصر کې د یوې نړۍوالې غونډې کوربه توب وکړي.
ټرمپ او سیسي به د دوشنبې په ورځ په مصر کې د یوې نړۍوالې غونډې کوربه توب وکړي. / AA

ټرمپ او السیسي به د دوشنبې په ورځ د مصر په شرم الشیخ کې د غزې سرمشریزې ګډه مشري کوي
مصر وايي، په دې سرمشریزه کې به د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشران ګډون وکړي.

مصر به د دوشنبې په ورځ د سرې بحیرې په غاړه د شرم الشیخ په ښار کې د سولې د یوې نړیوالې سرمشریزې کوربه وي، چې مشري به یې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د هغه امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ په ګډه وکړي.

د شنبې په ورځ ناوخته په یوه ولسمشریزه اعلامیه کې وویل شول چې په دې سرمشریزه کې به د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشران ګډون وکړي.

اعلامیه وايي، د دې سرمشریزې موخه "په غزه کې د جګړې پای ته رسول، په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو پیاوړي کول، او د سیمه ییز امنیت او ثبات د نوي پړاو پیل کول دي."

په اعلامیه کې زیاته شوې، "دا سرمشریزه په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د لیدلوري او په ټوله نړۍ کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د هغه د نه ستړې کېدونکو هڅو په رڼا کې ترسره کیږي."

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسرائیل او حماس د هغه ۲۰ ماده ییز پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې چې نوموړي د سپټمبر په ۲۹مه په غزه کې د اوربند د ټینګښت، د شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې د ټولو اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو، او له ټولې تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره وړاندې کړی و.

د دې هوکړې لومړی پړاو د جمعې په ورځ نافذ شو.

د پلان په دویم پړاو کې په غزه کې د نوي حکومتي میکانیزم رامنځته کول، د فلسطینیانو او عربي او اسلامي هېوادونو د سرتېرو په ګډون د یوه امنیتي ځواک جوړول، او د حماس بې وسلې کول غوښتل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، د اسرائیل په بریدونو کې په دې تړانګه کې تر ۶۷،۶۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، او دا سیمه یې د اوسېدو وړ نه ده پرېښې.

 

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی