څه باندې سلو مرستندویه سازمانونو د محاصرې لاندې غزه کې د ټولیزې قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی

په یوه اعلامیه کې چې ۱۱۱ سازمانونو  لخوا لاسلیک  شوې، په شمول د بې پولې ډاکټرانو (MSF)، د ماشومانو ژغورنې سازمان او اوکسفام، د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې "زموږ همکاران او هغه خلک چې موږ یې خدمت کوو، د لوږې له امله له منځه ځي."

/ Reuters

څه باندې  سلو مرستندویه سازمانونو د اسرائیلو د بندیزونو له امله د محاصرې لاندې  غزه کې په ټولیزه توګه د قحطۍ او لوږې د لا ژوریدو خبرداری ورکړ. د ویلو ده چې دا اعلان او خبرداری پداسې حال کې خپریږي  چې د امریکا لوړپوړی استازی د احتمالي اوربند او د مرستې د لارې پر سر د خبرو لپاره اروپا ته سفر کوي.

په یوه اعلامیه کې چې ۱۱۱ سازمانونو  لخوا لاسلیک  شوې، په شمول د بې پولې ډاکټرانو (MSF)، د ماشومانو ژغورنې سازمان او اوکسفام، د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې "زموږ همکاران او هغه خلک چې موږ یې خدمت کوو، د لوږې له امله له منځه ځي."

دې ډلو د سمدستي خبرو اترو له لارې د اوربند غوښتنه کړې، د ټولو ځمکنيو لارې د پرانیستلو او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د مرستو د آزاد جریان غوښتنه کړې.

بشري مرستندویه سازمانونو په خپله اعلامیه کې ویلي چې په ټنونو مرستې د سیمې بهر او حتی دننه ګودامونو کې پرته دي، خو د لاسرسي یا وېش مخه یې نیول کیږي.

" لاسلیک کوونکو ویلي فلسطینیان د امید او مایوسۍ په یوه کړۍ کې بند پاتې دي، د مرستې او اوربند لپاره انتظار کوي، خو هره ورځ د خرابېدونکو حالاتو سره مخ کېږي.

"هغوی زیاته کړ چې دا یوازې فزیکي کړاو نه دی، بلکې رواني هم دی. ژوند لکه د سراب په څېر وړاندې کېږي،"

"بشري سیسټم د درواغو ژمنو پر بنسټ نشي چلېدای. بشردوستان نشي کولی د بدلېدونکو مهالویشونو یا سیاسي ژمنو لپاره انتظار وکړي چې د لاسرسي په برخه کې ناکامېږي."

لوږه او نسل وژنه

د فلسطین د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان، په شمول د څلورو ماشومانو، په غزه کې د لوږې له امله مړه شوي دي.

وروستي مړینې د خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ۱۰۱ ته رسولی، چې له دې ډلې ۸۰ یې ماشومان دي،.

اسراییلو په محاصره شوي سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۹,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

خو کارپوهان باور لري چې د مړو اصلي شمېر د غزې چارواکو له راپورونو څخه ډېر زیات دی، چې شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته رسېدلای شي.

د نسل وژنې په جریان کې، اسرائیلو د محاصره شوې سیمې ډېره برخه ویجاړه کړې او په عملي ډول یې ټول نفوس بې ځایه کړی دی.

همدارنګه، اسرائیلو د سختې اړتیا وړ بشري مرستو د ننوتلو مخه نیولې، او یوازې یې د یوې لانجمنې امریکا ملاتړ شوې مرستندویه ډلې ته اجازه ورکړې چې د ملګرو ملتونو د مرستو کارونه له پامه وغورځوي او د "مرګ دام" په توګه غندل شوې ده.