تورکیې د امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ او د هغه پر "بشپړ پلي کېدو" یې ټینګار وکړ

تورکیې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې د تلپاتې سولې لپاره ډیالوګ او نړیوالو قوانینو ته غاړه ایښودل اړین دي.

By
تورکیې د امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ او د هغه پر "بشپړ پلي کېدو" یې ټینګار وکړ / Public domain

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "موږ ټینګار کوو چې دا لنډمهاله اوربند باید په عملي ډګر کې په بشپړه توګه پلي شي او هیله لرو چې ټول لوري به شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي." په اعلامیه کې زیاته شوې چې تلپاتې سوله یوازې د ډیپلوماسۍ او متقابل اعتماد له لارې ترلاسه کیدی شي. ترکیې همدارنګه ویلي چې دوی به په اسلام‌اباد کې د راتلونکو مذاکراتو د بریا لپاره خپل ټول ملاتړ چمتو کړي او په دې برخه کې یې د پاکستان د رول ستاینه کړې ده.

د تورکیې د عامه اړیکو رئیس، برهان الدین دوران، په دې اړه وویل چې انقره هیله لري دا اوربند به یوازې د کړکېچ تر کمولو محدود پاتې نشي، بلکې یوې دایمي حل لارې ته به لاره هواره کړي. هغه زیاته کړه چې د ترکیې د پخوانۍ ډیپلوماټیکې دود په رڼا کې به ولسمشر رجب طیب اردوغان په سیمه او نړۍ کې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا اوربند وروسته له هغه اعلان شو چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ایران د پخواني ستر مشر علي خامنه‌يي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه زیات کسان ووژل شول. ایران هم په ځواب کې پر اسرائیل او د امریکا پر متحدینو توغندیز بریدونه وکړل او د هرمز ستراتیژیکه تنګي یې د کښتیو پر مخ وتړله. اوس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د دوو اونیو لپاره یې پر ایران بریدونه ځنډولي دي.