د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو د شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې ولیکل: "د دښمن د تېرې شپې برید په پایله کې د کیف او ژیتومیر په سیمو کې د انرژۍ تاسیسات زیانمن شول. د پلازمېنې د انرژۍ رسولو وضعیت خورا ستونزمن دی."
هغه وویل چې دغو تاسیساتو ته زیان رسېدو په ښار کې د تودوخې او اوبو رسولو سیسټمونو فعالیت اغېزمن کړی دی.
په یوه جلا پیغام کې، کلیچکو وویل چې شمالي پل، چې د ډنیپرو سیند پر سر د کیف ختیځې او لوېدیځې برخې سره نښلوي، هم زیانمن شوی دی. متخصصین د زیان کچه ارزوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ د هېواد د انرژۍ پر سکتور او ملکي زیربناوو د نورو بریدونو خبرداری ورکړ.
د ژمي د چمتووالي پر سر شخړه
دا وروستي بریدونه په داسې حال کې کیږي چې د ژمي لپاره د پلازمېنې د چمتووالي پر سر د زیلینسکي او کلیچکو ترمنځ شخړه روانه ده.
زیلینسکي د جمعې په ورځ وویل چې کیف د هېواد د انرژۍ ترټولو بد حالت سره مخ دی، او پړه یې هم پر روسي بریدونو او هم د تودوخې د موسم لپاره د چمتووالي په پلي کولو کې د ښاروالۍ د چارواکو پر پاتې راتلو واچوله.
هغه په ایکس (X) کې ولیکل: "په حقیقت کې، دا د تودوخې د موسم لپاره د چمتووالي په اړه د ښار په کچه د پرېکړو د نه پلي کېدو پایلې دي، او همدارنګه د اوکراین د انرژۍ پر زیربناوو د روسیې د عملیاتو پایله ده."
کلیچکو دا نیوکې رد کړې او مرکزي حکومت یې تورن کړ چې د ښار د مقاومت پلان د تصویب ځنډولو او د پلازمېنې د چمتو کولو هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي. هغه د زیلینسکي نیوکې "دوامداره لاسوهنې او غولونې" وبللې.
د څه دپاسه درېیو میلیونو نفوس درلودونکی دا ښار د اوږدمهاله بیړني بریښنا پرې کېدو، پرلپسې اوبو قطع کېدو او د میټرو خدماتو کې د خنډونو سره مخ شوی، په داسې حال کې چې د هوا د تودوخې درجه د یخ وهلو (منفي) کچې ته نږدې کیږي.



















