افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
په کونړ کې د پاکستان په یو "توغندیز برید" کې ۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور  ټپیان  شوي دي.
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب الله حنیف کابل میشتې "طلوع نیوز" ته ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه اسلام‌اباد د افغان چارواکو د دغو ادعاوو په اړه کوم سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.
په کونړ کې د پاکستان په یو "توغندیز برید" کې ۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور  ټپیان  شوي دي.
په کونړ کې د پاکستان په یو "توغندیز برید" کې ۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور  ټپیان  شوي دي. / AP

د یوه سیمه ییز خبري چینل د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د افغانستان په شمال ختیځ کې د پاکستان له لوري په یو ادعا شوي توغندیز برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب الله حنیف کابل میشتې "طلوع نیوز" ته ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه اسلام‌اباد د افغان چارواکو د دغو ادعاوو په اړه کوم سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

په راپور کې ویل شوي چې دا بریدونه د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې شوي.

پاکستان او افغانستان د مارچ په میاشت کې د ځینو سختو سرحدي نښتو شاهدان وو، چې له امله یې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونو ملکي وګړي، سرتیري او وسله وال ووژل شول.

دا نښتې وروسته له هغه ودرېدې چې کابل او اسلام‌اباد د مارچ په ۱۸مه د کوچني اختر په درشل کې، د ترکیې، سعودي عربستان او قطر په غوښتنه او منځګړیتوب اوربند ته ورسېدل.

وروسته بیا، د پاکستان او افغانستان چارواکو د چین په اورومچي ښار کې د بیجینګ په منځګړیتوب د یوې اونۍ لپاره خبرې اترې وکړې. د بیجینګ په وینا، افغانستان او پاکستان موافقه کړې وه چې پر هغو مسلو د حل لپاره پر یوې هراړخیزې طرحې بحث وکړي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې ناوړه اغېزه کړې ده.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"