د سوریې په حمص ښار کې په یوه جومات کې چاودنې درې کسان ووژل.

د سوریې دولتي خبري اژانس (SANA) د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي، چې چاودنه د وادي الذهب په سیمه کې د امام علي بن ابي طالب په جومات کې رامنځته شوې ده.

By
د سوریې په حمص ښار کې په یوه جومات کې چاودنې درې کسان ووژل. / AP

د سوریې په حمص ښار کې په یوه جومات کې چاودنې درې کسان ووژل.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا (SANA) ویلي، په یوه جومات کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. اژانس زیاته کړې چې د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د سوریې په مرکزي ښار حمص کې په یوه جومات کې د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله درې کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د سوریې دولتي خبري اژانس (SANA) د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي، چې چاودنه د وادي الذهب په سیمه کې د امام علي بن ابي طالب په جومات کې رامنځته شوې ده.

اژانس ویلي، چې د "برید د څرنګوالي" په اړه څېړنې روانې دي.

د دې پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د امنیتي ځواکونو په وینا، د چهارشنبې په ورځ د سوریې په شمال لویدیځ ادلیب ولایت کې هم د وسلو پر یوه ډیپو چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د ادلیب امنیتي ځواکونو ویلي، چې د چهارشنبې ورځې چاودنه د کفرتخاریم په ښارګوټي کې "د توغندیو او مهماتو د یوې زېرمې له امله رامنځته شوې، او د دې پېښې لامل په سیمه کې روان کارونه وو." هغوی زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د ودانۍ پنځه کارګر وژل شوي دي.