د کاتولیک مسیحیانو روحاني مشر او د  واتیکان مشر پاپ فرانسیس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

د واتیکان مشر پاپ فرانسیس د ۸۸ کلونو په عمر نن د اپریل ۲۱ مه د سهار په ۷ بجو او ۳۵ دقیقو وفات شو

الفاتيكان يعلن وفاة البابا فرنسيس / Reuters

 کاردینال کیوین فاریل د واتیکان د ټیلیګرام کانال له لارې په خپور کړي بیان کې وویل:

" پاپ فرانسیس نن سهار په ۷ بجو او ۳۵ دقیقو د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړ."

۸۸ کلن پاپ فرانسیس چې د تیرو ۱۲ کلونو د خپل پاپۍ په دوران کې د مختلفو ناروغیو سره  مبارزه کوله  نن د اپریل ۲۱ مه نيټه د سهار په ۷ بجو او ۳۵ دقیقو وفات شو.

واتیکان د تیرو څو میاشتو راهیسې د پاپ د روغتیا د خرابېدو نه خبر ورکړی وو، چې د هغه د ژوند په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې وې.