تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې حکومت د سوریې د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو تحریمي لیست څخه د ویستو هرکلی کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، انقره به د بندیزونو د بشپړ لیرې کولو ملاتړ ته دوام ورکړي او له نړیوالې ټولنې سره د سوریې د بیا یوځای کېدو لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.
د تورکیې حکومت د سوریې د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو تحریمي لیست څخه د ویستو هرکلی کوي
د تورکیې حکومت د سوریې د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو تحریمي لیست څخه د ویستو هرکلی کوي

تورکیې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ څخه د سوریې د ولسمشر او د کورنیو چارو د وزیر د لرې کولو هرکلی وکړ

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، انقره به د بندیزونو د بشپړ لیرې کولو ملاتړ ته دوام ورکړي او له نړیوالې ټولنې سره د سوریې د بیا یوځای کېدو لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.

تورکیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې یې د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب د بندیزونو له نوملړ څخه لرې کړل.

"موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۹۹ (۲۰۲۵) پرېکړه لیک هرکلی کوو، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب د اړوندو بندیزونو له نوملړ څخه لرې کوي،" د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اونجو کیچیلي، د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل.

هغه زیاته کړه: "موږ به د دې او ورته ګامونو ملاتړ ته دوام ورکړو چې موخه یې د اوسني سوریې پر ادارې او د هغه پر خلکو د پخوانۍ دورې د منفي میراث د له منځه وړل دي، په دې شرایطو کې، د بندیزونو بشپړ لیرې کول، له نړیوالې ټولنې سره د سوریې د ادغام اسانتیا، او په هېواد کې د تلپاتې ثبات او پرمختګ ډاډمنول دي."

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک مسوده تصویب کړه ترڅو د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب د بندیزونو له نوملړ څخه لرې کړي.

د امریکا له خوا چمتو شوي پرېکړه لیک ۱۴ مثبتې رایې ترلاسه کړې، او چین په کې سپینه رایه وکاروله.

احمد الشرع، چې د رژیم ضد ځواکونو مشري یې کوله چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه یې بشارالاسد له واکه لرې کړ، د جنوري په وروستیو کې د یوې انتقالي دورې لپاره ولسمشر اعلان شو. هغه ژمنه کړې چې هېواد به بیا ورغوي او ثبات به بیا ټینګ کړي.

وپلټۍ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
تورکیې ویلي چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د ګټو ساتلو ته به دوام ورکړي
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
د جولای له ۱۵مې وروسته د انرژۍ تګلارې
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده