نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
بنګلادیش کې د هوايي ځواکونو اړوند د یوې روزنیزې الوتکې د سقوط له امله د مړو شمیره ۲۷ تنو ته لوړه شوه
ویل کیږي د بنګلادیش د هوايي ځواکونو اړوند یوه روزنیزه الوتکه په پلازمینه ډاکه کې د یو کالج په انګړ کې ولویده.
بنګلادیش کې د هوايي ځواکونو اړوند د یوې روزنیزې الوتکې د سقوط له امله د مړو شمیره ۲۷ تنو ته لوړه شوه
/ Reuters

په بنګلادیش کې د هوايي ځواکونو اړوند د یوې روزنیزې الوتکې د سقوط له امله د مړو شمیره ۲۷ تنو ته لوړه شوه.

د بنګلادیشي مقاماتو په وینا  دا پیښه پرون دوشنبه په پلازمینه ډاکه کې رامنځته شوه.

ویل کیږي د بنګلادیش د هوايي ځواکونو اړوند یوه روزنیزه الوتکه په پلازمینه ډاکه کې د یو کالج په انګړ کې ولویده.

په پیښه کې لږ تر لږه ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي پدې پیښه کې د وژل شوو ۲۷ تنو څخه يي ۲۵ تنه ماشومان دي  او یو هم د الوتکې پیلوټ دی.

دا خبره د بنګلادیش د روغتیا وزارت یو تن چارواکي سید رحمان وکړه.

هغه وویل چې ددې پیښې ۷۸ تنه ټپیان په مختلفو روغتونونو کې د تداوۍ لاندې دي چې د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.

د بنګله دیش پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې پیلوټ، توقیر اسلام، په یوه عادي روزنیز ماموریت بوخت وو چې  "د راپورونو له مخې د الوتکې په انجن کې د تخنیکي ستونزې له امله الوتکې سقوط وکړ".

په یوه بیان کې ویل شوي چې "دقیق لامل یې تر څیړنې لاندې دی."

پوځ زیاته کړه چې پیلوټ هڅه وکړه چې الوتکه له ګڼ میشتو سیمو څخه لرې کړي، مګر "د هغه د غوره هڅو سره سره"، د ښوونځي دوه پوړیزه ودانۍ سره وجنګیده.

د محمد یونس لنډمهاله حکومت اعلان وکړ چې سه شنبه به د ملي ماتم ورځ وي.

یونس د X په یوه پوسټ کې د پیښې په اړه "ژور غم او خواشیني" څرګنده کړه.

هغه وویل: "د هوایي ځواک، زده کونکو، والدینو، ښوونکو او د مایلسټون ښوونځي او کالج کارمندانو او همدارنګه د دې پیښې څخه اغیزمن شوي نورو ته زیان نه جبرانیدونکی دی.""دا د ملت لپاره د ژور درد شیبه ده."

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله