د انتالیا د ډیپلوماسۍ نړۍوال فورم د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو او استازیو په ګډون نن پلیږي

د انتالیا د ډيپلوماسۍ فورم د ولسمشر رجب طیب اردوغان اردوغان په پرانیست وینا نن پیلیږي

Udhëheqësit botërorë do të mblidhen në Forumin e 4-të të Diplomacisë në Antalya / AA

د  نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د دولت او حکومت  مشران او چارواکي  به د انټالیا د ډیپلوماسۍ په څلورم فورم چې نن  د اپرېل له ۱۱ مه د  ۳ ورځې لپاره پیلیږي ګډون وکړي.

د ویلو ده چې د انتالیا د ډیپلوماسۍ فورم د ولسمشر رجب طیب اردوغان تر سرپرستۍ لاندې او د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب د تورکیې په سیاحتي پلازمینه انتالیا ولایت کې جوړیږي.

د فورم پرانیستونکې وینا به د ولسمشر اردوغان لخوا وشي، او د دې غونډې اصلي موضوع به "په ټوټه شوې نړۍ کې د ډیپلوماسۍ بیا رغونه" وي.

د دې غونډې لپاره د ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو د دولت او حکومت مشرانو، له ۵۰ څخه زیاتو هیوادونو د  بهرنیو چارو وزیرانو، له ۷۰ څخه زیاتو هیوادونو نورو وزیرانو او شاوخوا ۶۰ لوړپوړو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. همدارنګه تمه کیږي چې پدې فورم کې سږ کال  شاوخوا ۴۰۰۰ مېلمانه، چې زده‌کوونکي هم پکې شامل دي، ګډون وکړي.

د فورم په جریان کې به له ۵۰ څخه زیاتې غونډې په بېلابېلو بڼو ترسره شي، چې په کې به د منځني ختیځ، آسیا-پاسیفیک، افریقا او لاتینې امریکا په ګډون د بېلابېلو سیمو اړوند موضوعات وڅېړل شي. همدارنګه، د اقلیم بدلون، د ترهګرۍ ضد مبارزه، بشري مرستې، ډیجیټل کېدل، د خوړو امنیت او مصنوعي زیرکتیا په څیر مسئلې به هم ددې فورم مهمې برخې وي.

د فورم فعالیتونه او غونډې به د فورم په رسمي وېبپاڼه او د ټولنیزو رسنیو حسابونو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي، او همدارنګه د تورکیې ملي راډیو تلویزیون  لخوا به هم د نړۍ په نږدې ۵۰ ژبو نشر شي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تمه کېږي چې د اسلامي همکاریو سازمان-عربي لیګ د غزې د اړیکو ډلې په غونډه کې، د تورکیې-بوسنیا او هرزګوینا-کرویشیا درې اړخیزه غونډه کې، او د تورکیې-عراق د لوړې کچې امنیتي میکانیزم په غونډه کې ګډون وکړي، چې دا ټول د انتالیا د ډیپلوماسۍ فورم په څنډه کې ترسره کیږي.