منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایران د دویمې نړیوالې جګړې په کچه له انفلاسیون سره مخ دی
د ایران د مرکزي بانک لخوا د دوشنبې په ورځ خپور شوی راپور لومړنی رسمي اعتراف دی چې ښيي د ایران "ریال" د جګړې او د هغې د بیا پیل کېدو په اړه د ناڅرګندتیا له امله سخت ځپل شوی دی.
ایران د دویمې نړیوالې جګړې په کچه له انفلاسیون سره مخ دی
ایران د دویمې نړیوالې جګړې په کچه له انفلاسیون سره مخ دی

په ایران کې د ژوند د لګښتونو لوړېدو پر کورنیو فشارونه زیات کړي، ځکه انفلاسیون هغې کچې ته رسېدلی چې په تېرو څو لسیزو کې یې سارى نه دی لیدل شوی.

د مۍ په میاشت کې په ایران کې کال په کال انفلاسیون (د پيسو بې ارزښتي) هغې کچې ته ورسېد چې د دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا نه و لیدل شوی. دا د هغو اقتصادي سختیو ښکارندویي کوي چې عادي ایرانیان ورسره مخ دي، په داسې حال کې چې تهران له اسرائیلو او متحده ایالاتو سره د جګړې د بیا پیل کېدو په اړه اندېښمن دی.

د ایران د مرکزي بانک لخوا د دوشنبې په ورځ خپور شوی راپور لومړنی رسمي اعتراف دی چې ښيي د ایران "ریال" د جګړې او د هغې د بیا پیل کېدو په اړه د ناڅرګندتیا له امله سخت ځپل شوی دی.

په ورته وخت کې، د اقتصادي مدیریت پخوانۍ ستونزې او په حکومت کې اداري فساد هم د ایران پر تیلو ولاړ اقتصاد ځپلی، چې دا مهال د متحده ایالاتو تر سمندري کلابندۍ  لاندې دی.

په تېر وخت کې اقتصادي فشارونو په ټول هېواد کې لاریونونه راپارولي وو؛ هغه څه چې د ایران حکومت یې د مخنیوي هڅه کوي. د فعالانو د اټکل له مخې، د تېر جنوري میاشتې په لاریونونو کې د حکومت په ځپونکو اقداماتو کې څه باندې ۷۰۰۰ کسان وژل شوي وو.

کارپوهان وايي که خلک د خپلو کورنیو د مړولو وس ونه لري، نوي لاریونونه رامنځته کېدی شي. شنونکي محسن جلیلوند په یوه ویډیو کې ویلي: "زه شک نه لرم چې که ټرمپ (پرته له کومې رسمي سولې له ایران سره) معامله ونکړي، موږ به د اوړي تر پایه د اقتصادي او ټولنیزو حالاتو له امله د جنوري په څېر د لاریونونو شاهدان وو."

'موږ به خامخا له لوړو بیو سره مخ شو'

د ایران مرکزي بانک ویلي چې د مصرفوونکو د بیو شاخص ، چې د توکو او خدماتو یوه کڅوړه اندازه کوي، په مۍ میاشت کې د تېر کال په پرتله ۷۷.۲ سلنه لوړ شوی دی. دغه بانک زیاته کړې چې دا کچه د اپریل په پرتله ۸.۵ سلنه زیاته شوې ده. د ورځنیو او عامه اړتیاوو لکه درملو، د ټکسي کرایې، تمباکو او مخابراتي لګښتونو په بیو کې د تېر کال په پرتله ۱۱۳.۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ایران تر دې بدتر انفلاسیون یوازې په ۱۹۴۲ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال لیدلی و، کله چې بریتانیا او شوروي پر دغه هېواد برید وکړ، د اورګاډي پټلۍ یې ونیوله او د خوراکي توکو رسول یې ګډوډ کړل، چې له امله یې قحطي او لوږه رامنځته شوه.

د ایران یو خصوصي اقتصادي بنسټ "بامداد" دا ارقام د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې "بې مخینې کچه" بللې ده.

سږنيو هوايي بریدونو د ایران سوداګرۍ او د تیلو صنعت ته سخت زیان اړولی دی. په ورته وخت کې د امریکا کلابندۍ د ایران د خامو تیلو صادرات په نښه کړي، چې د هېواد د عاید اصلي سرچینه ده. د مالیاتو عاید هم د جګړې له امله د زیانمن شویو سوداګریو له کبله کم شوی دی.

د ایران ریال چې په ۲۰۱۵ کال کې یو ډالر په ۳۲۰۰۰ ریاله و، اوس یې بیه یو ډالر په ۱.۷ میلیونه ریاله اوښتې ده. ولسمشر مسعود پزشکیان په مۍ میاشت کې خبرداری ورکړی و: "موږ به خامخا له لوړو بیو سره مخ شو. موږ په جګړه کې یو او باید دا سختۍ ومنو."

پخوانيو اقتصادي ستونزو لاریونونو ته لاره هواره کړې وه

په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو لاریونونه راوپارول چې په پایله کې یې له ۲۰ څخه ډېر کسان ووژل شول او په سلګونو نور ونیول شول. وروسته د پټرولو د بیو لوړېدو له امله په لاریونونو کې د راپورونو له مخې تر ۳۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

ورپسې د سږ کال په پیل کې د ریال د ارزښت د کمېدو له امله لاریونونه وشول، چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته په ایران کې ترټولو سخت لاریونونه ګڼل کیږي.

په تهران کې اقتصادپوه سعید لیلاز خبرداری ورکړی چې په ایران کې کلنی انفلاسیون ۸۰ سلنې ته رسېدلی شي. هغه زیاته کړه: "د ایران ټولنه د ۲۵ سلنې څخه د لوړ کلني انفلاسیون د زغم وس نه لري."

 

وپلټۍ
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
ایران پر انګلستان د اسرائیلو د ترهګر رژیم په تاسیسولو کې د رول له امله نیوکه وکړه
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل