د انګلستان کلیسا د جنسي استثمار د پیښو د ۲۰۰ تنو قربانیانو شخصي معلومات لیکیدل او نشریدل ومنل.

د انګلستان کلیسا د جنسي استثمار  قربانیانو ویلي چې د نږدې ۲۰۰ تنو قربانیانو چې اوس مهال ژوندي دي  شخصي معلومات د یوې ډیټا د افشا کېدو په ترڅ کې لیک او خپاره  شوي دي.

/ AA

د انګلستان کلیسا د جنسي استثمار د پیښو د ۲۰۰ تنو قربانیانو شخصي معلومات لیکیدل او نشریدل ومنل.

د انګلستان کلیسا د جنسي استثمار  قربانیانو ویلي چې د نږدې ۲۰۰ تنو قربانیانو چې اوس مهال ژوندي دي  شخصي معلومات د یوې ډیټا د افشا کېدو په ترڅ کې لیک او خپاره  شوي دي. دا ډیټا د هغه پروګرام  له لارې افشا شوې چې د قربانیانو لپاره د تاوان ورکولو په موخه جوړ شوی و.

دا پېښه د کلیسا لپاره یو بل سخت ګوزار دی، چې د جنسي ناوړه چلند د څو قضیو او د نوامبر په میاشت کې د کینټربري د اسقف اعظم یا لوی پاپاز جسټین ویلبې د استعفا وروسته د خلکو باور بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي. د لوی پاپاز استعفا د ماشومانو د ناوړه چلند د یوې قضیې په ناسم مدیریت پورې تړلې وه.

کلیسا، چې د نړۍ په کچه د ۸۵ میلیونه انګلیکنانو لپاره مرکزي حیثیت لري، د فبرورۍ په میاشت کې د خپل حاکمې ادارې په غونډه کې د قربانیانو لپاره تاوان ورکولو په خاطر د یو خپلواک کمیسیون جوړول تصویب کړ. دغه کمیسیون د کلیسا د ساتنې په جوړښت کې د پراخو بدلونونو یوه برخه وه.

د ۱۹۴ قربانیانو معلومات د سه شنبې په شپه په یوه ایمیل کې شامل وو چې هغو کسانو ته استول شوی و چې د تاوان لپاره یې نوم لیکنه کړې وه، او همدارنګه د قانوني شرکتونو او د کلیسا چارواکو ته. دا خبره د "هاوس آف سروایورز" په نوم یوې ډلې کړې چې د کلیسا د ناوړه چلند قربانیانو لخوا جوړه شوې ده.

دغه ډله وایي چې ایمیل د "کینیډیز لا" په نوم د هغه قانوني شرکت لخوا استول شوی و چې د تاوان ورکولو کمیسیون مدیریت په غاړه لري خو څو دقیقې وروسته بېرته پاک  شو.

د "هاوس آف سروایورز" ډلې په وینا، چې د کلیسا د ناوړه چلند د قربانیانو  لخوا جوړه شوې ده ، دغه افشا "د ساتنې او پاملرنې هغه نیمګړتیاوې لا پسې څرګندې کړې چې د تاوان ورکولو کمیسیون د حل لپاره جوړ شوی و."

د کلیسا په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی ددې پیښې په اړه ډیر خواشیني دي او ددې اخلال له امله ټول مسئولیت په غاړه اخلي.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ پوهېږو چې دې پېښې په ځانګړي ډول هغو قربانیانو ته زیان رسولی چې د کمیسیون څخه یې د خپلو معلوماتو د خوندي ساتلو او محرمیت تمه لرله."

د قانوني شرکت لخوا د دې پېښې په اړه سمدستي کومه تبصره نه ده شوې.

د بریتانیا د محرمیت څارونکي ادارې ویاند ویلي چې دوی د دې پېښې څخه خبر دي او د ورکړل شویو معلوماتو ارزونه کوي.

د جنسي ناوړه چلند قربانیانو لپاره د وکیل ډیویډ ګرین ووډ د کلیسا څخه غوښتنه کړې چې د دې پېښې اغېزمنو کسانو ته تاوان ورکړي.

هغه وویل چې د هغه یو موکل، چې خپل نوم څرګندول نه غواړي، شکایت ثبت کړی او ویلي یې دي: "زه د قانون له مخې د ټول عمر لپاره د خپل هویت د پټ ساتلو حق لرم. دا خوندیتوب اوس زما له خوښې پرته سخت زیانمن شوی دی."