نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
که نتنیاهو د غزې په معامله کې پاتې راشي، ټرمپ به هغه "له منځه یوسي" - د امریکا لوړ پوړی چارواکی
یو جګپوړی امریکايي چارواکي وویل که نتنیاهو د غزې تړون مات کړي او له تړونه ووځي، ټرمپ به یې "خراب" کړي .
که نتنیاهو د غزې په معامله کې پاتې راشي، ټرمپ به هغه "له منځه یوسي" - د امریکا لوړ پوړی چارواکی
که نتنیاهو د غزې په معامله کې پاتې راشي، ټرمپ به هغه "له منځه یوسي" - د امریکا لوړ پوړی چارواکی / Reuters

یو جګپوړی امریکايي چارواکي وویل که نتنیاهو د غزې تړون مات کړي او له تړونه ووځي، ټرمپ به یې "خراب" کړي .

د اسرائیلو لومړی وزیر د لویدیځې غاړې د الحاق په اړه د (پارلمان) له خوا د لایحو تر پرمختګ وروسته د ټرمپ سره "پر ډېره نرۍ رسۍ روان دی.

د اسرائیلو د ۱۲ چینل د راپور له مخې، یوه جګپوړي امریکايي چارواکي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته سخت خبرداری ورکړی چې که هغه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون د ناکامۍ لامل شي، نو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سختو پایلو سره به مخ شي.

د اکسیوس خبریال په ۱۲ چینل کې په عبراني ژبه وویل، دغه امریکايي چارواکي هغه ته خبرداری ورکړی چې نتنیاهو "د ولسمشر ټرمپ سره پر ډېره نرۍ رسۍ روان دی. که هغه دې کار ته دوام ورکړي، نو په پای کې به تړون ګډوډ کړي، او که هغه تړون ګډوډ کړي، ډونالډ ټرمپ به یې خراب کړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ د اسرائیلو د پارلمان، کنیست، له خوا د اشغال شوې لویدیځې غاړې د ځینو برخو د الحاق اړوند قوانینو د پرمختګ پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وانس، چې د پنجشنبې په ورځ یې اسرائیلو ته خپل دیپلوماتیک سفر پای ته ورساوه، وروسته له هغه حیران شو کله چې خبر شو چې کنیست یوه ورځ مخکې د الحاق اړوند دوه غیر لازمي لایحو ته لومړنۍ رایه ورکړې ده.

وانس د تل ابیب په بن ګوریون هوايي ډګر کې خبریالانو ته د تګ پر مهال پر دې رایې نیوکه وکړه او ویې ویل: "که دا یو سیاسي نمایش و، نو دا یو ډېر احمقانه کار و. زه شخصاً له دې څخه سپکاوی احساسوم."

د اسرائیلو اقدام ټرمپ په غوسه کړ

یوه اسرائیلي چارواکي ۱۲ چینل ته ویلي چې نتنیاهو ته څو ورځې وړاندې د داسې اقدام د سخت غبرګون په اړه خبرداری ورکړل شوی و، خو د رایې ورکولو د مخنیوي لپاره یې هیڅ ونه کړل.

د اسرائیلو پارلمان د الحاق اړوند دواړه لایحې په لومړني لوست کې تصویب کړې، چې د قانون کیدو لپاره درې نورو رایو ته اړتیا لري.

دا قانون د ولسمشر ټرمپ له ښکاره مخالفت سره سره پرمخ ولاړ، چې تېره میاشت یې ویلي و چې هغه به "اسرائیلو ته اجازه ورنکړي چې لویدیځه غاړه الحاق کړي."

دا رایه ورکول د وانس د سفر سره هم مهاله وو، چې د امریکا د هغې پراخې دیپلوماتیکې هڅې یوه برخه وه چې د اکتوبر په ۱۰ مه نافذ شوی د غزې اوربند وساتي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې