نوې سوریه
2 د لوستلو دقیقې
د سوریې حکومت د دمشق په بعضو سیمو کې د حزب الله د حجرو پر خلاف عملیات ترسره کړل
د سوریې د سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې سوریې د دمشق د کلیوالي سیمې په سیده زینب سیمه کې امنیتي عملیات پیل کړي دي. ددې عملیاتو موخه  په سیمه کې  د حزب الله سره تړلي هغه حجرې یې په نښه کول دي چې د جرمي فعالیتونو سره تړاو لري.
د سوریې حکومت د دمشق په بعضو سیمو کې د حزب الله د حجرو پر خلاف عملیات ترسره کړل
/ Reuters

د سوریې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دمشق د کلیوالي سیمو د امنیت ریاست د عملیاتو مشري کوي، او د پنجشنبې په ورځ ددې عملیاتو په ترڅ کې  څو کسان شوي دي.

ویل شوي، دا اقدام په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

تر اوسه پورې، حزب الله د دې راپور په اړه تبصره نه ده کړې.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې  د سوریې او لبنان  ترمنځ کړکېچ  هله زیات شو چې د سوریې دفاع وزارت د لبنان د حزب الله ډله  د دریو سوري  سرتېرو په تښتولو او وژلو تورنه کړه. که څه هم دمشق د "خطرناک تاوتریخوالي د زیاتوالي" په وړاندې د "ټولو اړینو اقداماتو" ژمنه وکړه، خو حزب الله په دې کې لاس لرل رد کړل.

سوریه او لبنان کې چې ۳۷۵ کیلومتره ګډه پوله لري په ډیرو سیمو کې واضحه پوله شتون نلري.

که څه هم شپږ رسمي سرحدي دروازې شتون لري، خو سیمه لاهم خلاصه پاتې ده، او په غیر قانوني  لارو کې ډیری وختونه فعالیتونه کیږي.

د سوریې حکومت هدف  لري چې امنیت ټینګ کړي او په خپلو پولو کنټرول پیاوړی کړي، په شمول د لبنان سره.  سوریې حکومت غواړي پدې سیمو کې د مخدره موادو قاچاق وړونکي او د پخواني رژیم پاتې شوني چې د هیواد به ناکراریو کې مهم رول لري ونیسي .

حزب الله د بشارالاسد له رژیم سره چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۴ پورې یې واکمني کوله، قوي اړیکې ساتلې وې.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي