نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
په توره بحیره  کې د اوکراین د اودیسا، چرنومورسک او یوژني  په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ په سیمه کې د روسیې د وروستیو زیاتېدونکو بریدونو له امله ودرېد.
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد

د اودیسا، چرنومورسک او یوژني بندرونه د صادراتو هغه مهم مرکزونه دي چې اوکراین ترې نړۍوالو بازارونو ته خپل کرنیز محصولات، په ځانګړي ډول غله جات لېږدوي.
په توره بحیره  کې د اوکراین د اودیسا، چرنومورسک او یوژني  په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ په سیمه کې د روسیې د وروستیو زیاتېدونکو بریدونو له امله ودرېد.

د کښتیو د څارنې ادارې  د معلوماتو له مخې، د جولای تر ۲۳مې پورې د اوکراین په دغو درېیو اصلي بندرونو کې هېڅ سوداګریزه کښتۍ نشته. د اوکراین د کرنې او خوراکي توکو وزیر "تاراس ویسوتسکي" هم خبر ورکړی چې ټرانسپورټي شرکتونو د جولای له ۲۲مې راهیسې د دغه هېواد د تورې بحیرې  له بندرونو سره کار کول په لنډمهاله توګه درولي دي؛ هغه وویل چې دا پرېکړه د امنیتي لاملونو له امله شوې ده.

د ډنمارک د بار وړلو نړۍوال شرکت  هم اعلان کړی چې د اوسنیو شرایطو له امله یې د چرنومورسک له لارې اوکراین ته خپل خدمتونه په موقتي ډول ځنډولي دي. دغه شرکت ویلي چې هغه وارداتي بارونه چې ټاکل شوې وه په چرنومورسک کې کښته شي، اوس به د رومانیا "کوسټنټا" بندر ته واستول شي. همدارنګه د صادراتو شته فرمایشونه په وړیا ډول لغوه کېدای شي او یا یې د بارولو ځای کوسټنټا ته بدلېدای شي.

د روسیې د دفاع وزارت بیا په یو بیان کې ادعا کړې چې پر اودیسا او چرنومورسک په وروستیو بریدونو کې یې د بندرونو هغه تاسیسات، ګودامونه او کښتۍ په نښه کړې چې د اوکراین پوځ ته د نظامي تجهیزاتو او تېلو په لېږد کې کارول کېدل.

اوکراین استدلال کوي چې دا بریدونه د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو صادرات په نښه کوي، خو روسیه ادعا کوي چې دوی پر هغو تاسیساتو بریدونه کوي چې د نظامي موخو لپاره کارول کیږي. د اودیسا، چرنومورسک او یوژني بندرونه د صادراتو هغه اصلي مرکزونه دي چې نړۍ ته ترې د اوکراین غله جات صادریږي.

بل لور ته، اوکراین هم په دې وروستیو کې د روسیې پر هغو کښتیو او بندري تاسیساتو بریدونه زیات کړي چې په تورو اوبو او "ازوف" سمندرګي کې د لوژستیکي چارو لپاره کارول کیږي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ