افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
کابل پاکستان ته د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو په اړه د امریکا پر پلان اندېښنه ښودلې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو پر وړاندې خپله چټکه اندېښنه ښودلې چې پر بنسټ یې د امریکا متحده ایالات غواړي په هغه هېواد کې بې اسناده یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي.
کابل پاکستان ته د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو په اړه د امریکا پر پلان اندېښنه ښودلې
مجاهد

د طلوع نیوز  د راپور له مخې، د افغانستان د  بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍ په هره برخه کې د افغان اتباعو د حقونو ساتنه د نظام مسؤلیت دی.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې په هره نقطه کې افغانانو ته باید د نړیوالو منل شویو بشري اصولو له مخې درناوی او درملنه وشي. پر دې سربېره له درېیمو هېوادونو غوښتل شوي چې د بهرنیو اتباعو برخلیک او راتلونکی د خپلو لنډمهالو ګټو پر وړاندې د معاملې برخه ونه ګرځوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې کابل د امریکايي ادارو د دغې احتمالي پرېکړې او راپورونو له امله راپورته شوی حالت په دقیق ډول تعقیبوي.

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې د امریکا حکومت پلان لري په لوزیانا (Louisiana) ایالت کې د قانوني استوګنیزو اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال لومړی پاکستان ته ولېږدوي، ترڅو د هغوی د اېستلو پروسه د افغانستان تر پولې پورې د پاکستان له لوري وڅارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو قوانین د حکومت له خوا هغو هېوادونو ته د افرادو لېږل او اېستل منع کوي چې محکمو په کې د هغوی پر وړاندې د سخت «اذیت او ځورونې» زیات احتمال تایید کړی وي.

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.