نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پولنډ په غزه کې د سرغړونو له امله پر اسرائیل سختې نیوکې وکړې
په دې وروستیو کې د اروپا په څو پارلمانونو کې پر اسرائیل نیوکې مخ په زیاتېدو دي، او د اروپا د پارلمان ځینو غړو د فلسطینیانو د قتل عام له امله اسرائیل یو "ترهګر دولت" بللی دی.
پولنډ په غزه کې د سرغړونو له امله پر اسرائیل سختې نیوکې وکړې
پولنډ په غزه کې د سرغړونو له امله پر اسرائیل سختې نیوکې وکړې / Reuters

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر راډوسلاو سیکورسکي په غزه کې د اسرائیلو له خوا د نړیوالو بشري قوانینو سرغړونې غندلي دي. سیکورسکي د پنجشنبې په ورځ "RMF" راډیو ته وویل: "اسرائیل په غزه کې سرغړونې کوي او نړیوال بشري قوانین تر پښو لاندې کوي. موږ نه یوازې دا غندو، بلکې ډېری وختونه د مېشت ځایونو (ښارګوټو) پر جوړولو نیوکه کوو، د فلسطیني کډوالو لپاره مرستې برابروو او په ملګرو ملتونو کې رایه ورکوو ترڅو اسرائیل د اشغال شویو سیمو او هلته د مېشتو خلکو په وړاندې ځواب ویونکی شي."

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې د پولنډ یوه قانون جوړونکي په وارسا کې په پارلمان کې د اسرائیلو د وحشتونو په نښه کولو لپاره د اسرائیلو یو بیرغ وښود چې د "داود ستوري" پر ځای پکې د نازیانو "سواستیکا" نښه وه. هغه وویل چې اسرائیل "نوی دریم رایش" (New Third Reich) دی. "کونراډ برکوویچ" دغه بیرغ په پارلمان کې د وینا پر مهال پورته کړ، پر اسرائیلي حکومت یې سختې نیوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې پولنډ باید له اسرائیل سره اړیکې پرې کړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په پولنډ کې په غزه کې د روان نسل وژنې په اړه بحثونه لا دمخه تود شوي دي. په دې وروستیو کې د اروپا په بېلابېلو پارلمانونو، په ځانګړې توګه د اروپا په پارلمان کې پر اسرائیل نیوکې زیاتې شوې دي او ځینو استازو اسرائیل د ملکي خلکو د وژنې له امله یو "ترهګر دولت" بللی دی.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د نسل وژنې له پیل راهیسې، اسرائیلو په غزه کې له ۷۲،۳۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي دي. سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې اوربند نافذ دی، خو د غزې د حکومتي مطبوعاتي دفتر په وینا، اسرائیلي ځواکونو د توپونو د ډزو، نښتو او بریدونو له لارې دغه تړون مات کړی دی. د روغتیايي چارواکو په وینا، د اوربند له پیل راهیسې لږ تر لږه ۷۵۷ کسان وژل شوي او ۲۱۱۱ نور ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د غزې ۹۰ سلنه ملکي زیربناوې د جګړې له امله زیانمنې یا ویجاړې شوې دي، چې د بیارغونې لګښت یې شاوخوا ۷۰ ملیارده ډالره اټکل شوی.

اوکراین
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر په اروپایي کمیسیون کې د اوکراین د "چټک غړیتوب" موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "دا به ونه شي. موږ باور لرو چې اوکراین باید ټول شرایط پوره کړي، لکه څنګه چې موږ پوره کړي وو. هلته د کرنې او ټرانسپورټ په څېر ستونزمن فصلونه د خبرو اترو لپاره شتون لري."

هغه دا ادعا هم وکړه چې د روسیې اقتصاد خپل سرعت بایللی، په داسې حال کې چې اوکراین "په ډېر دقت او له لرې واټن څخه" خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړه: "هر هوښیار کس ته داسې ښکاري چې پوتین باید له دې جګړې په شا شي."

 

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.