نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
کالیفورنیا لومړنی ایالت شو چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د  ګمرکي تعرفو پر وړاندې یې اقامه د  دعوه وکړه
د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیو بیان کې وویل: "نن مې د کالیفورنیا ایالت په استازیتوب د ټرمپ ادارې پر وړاندې اقامه د دعوه اعلان کړه."
کالیفورنیا  لومړنی ایالت شو چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د  ګمرکي تعرفو پر وړاندې یې اقامه د  دعوه وکړه
The law that Trump cites as authority for his new tariffs, the IEEPA, does not allow the president to "tax all goods entering the United States on a whim," the state said in its lawsuit. / Reuters

د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیو بیان کې وویل: "نن مې د کالیفورنیا ایالت په استازیتوب د ټرمپ ادارې پر وړاندې اقامه د دعوه اعلان کړه." دا دعوه په فدرالي محکمه کې ثبت شوې ده چې د نړیوالو اقتصادي بیړنیو واکونو قانون  د کارونې له لارې د کانګرس له اجازې پرته تعرفو لګولو باندې تمرکز کوي.

نیوسم زیاته کړه: "کالیفورنیا زموږ د هیواد تر ټولو لوی تولیدي ایالت دی او د نړۍ له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی. د ټرمپ ادارې لخوا د یو اړخیز واک له لارې د تعرفو د لګولو په اړه، هیڅ ایالت به د کالیفورنیا په پرتله زیات اغېزمن نشي، ځکه چې دا د عصري امریکایي تاریخ تر ټولو لوی مالیاتي زیاتوالی دی."

هغه وویل: "دا د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو لویه خپله ځان ته زیان رسوونکې کړنه ده. دا د عصري امریکایي تاریخ له هغو کړنو څخه ده چې تر ټولو زیات زیان یې اړولی دی."

د ۴۰ میلیونه خلکو او د یوې لویې نړیوالې سوداګرۍ لرونکي اقتصاد سره چې د امریکا د ناخالص کورني تولید ۱۴ سلنه جوړوي، کالیفورنیا د اقتصادي زیانونو له امله چې د دې وروستیو بدلونونو له امله اټکل کېږي، تر ټولو زیات اغېزمن کېدونکی ښکاري.

د نیوسم دفتر وایي که  کالیفورنیا یو خپلواک هېواد وای، د نړۍ پنځم لوی اقتصاد به وای. د ټرمپ د تعرفو د سیاستونو له امله که نړیواله سوداګري کمه شي، په میلیاردونو ډالر عاید له لاسه ورکولی شي.

د کالیفورنیا په دعوه کې ویل شوي: "د امریکا اساسي قانون د تعرفو لګولو واک کانګرس ته سپارلی دی، او هغه قانون چې ټرمپ یې د خپلو نویو تعرفو لپاره د واک په توګه یادوي، ولسمشر ته اجازه نه ورکوي چې د خپلې خوښې پر بنسټ په ټولو وارداتي توکو مالیه ولګوي."

په دعوه کې راغلي: "د ولسمشر ټرمپ د تعرفو نوی نظام لا دمخه په اقتصاد باندې ویجاړونکي اغېز کړی دی، د ونډو بازارونو کې ګډوډي رامنځته کړې، په څو ساعتونو کې په سلګونو میلیاردونه ډالر زیان رسولی دی او د ونډو بیې راټیټې کړي، د پانګونې مخه نیولې او هېواد یې د رکود پر لور ګواښلی دی."

د دعوې له مخې د نړۍ پنځم لوی اقتصاد او د امریکا ایالتونو تر منځ د توکو تر ټولو لوی واردوونکی کالیفورنیا، د تعرفو د لګښتونو "غیر متناسبه برخه" پر غاړه لر.

د سپینې ماڼۍ ویاند کوش دیسای د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم باید د خپل ایالت د جرمونو، بې کوره خلکو او لوړو بیو پر حل تمرکز وکړي، پر ځای د دې چې د ټرمپ تعرفې بندې کړي.

دیسای زیاته کړه: "ټوله ټرمپ اداره ژمنه ده چې د دې ملي بیړنۍ ستونزې د حل لپاره چې د امریکا صنعتونه له منځه وړي او زموږ کارګران يي له پامه غورځولي، له ټولو شته وسیلو څخه کار واخلي، له تعرفو نیولې تر خبرو اترو پورې."

د ټرمپ اداره لا دمخه له درې ورته دعوو سره مخ ده — یوه د نیویارک په نړیوالې سوداګرۍ محکمې کې د سوداګرۍ د ملاتړ ډلې لیبرټي جسټس سنټر لخوا چې د ټولو تعرفو د بندولو غوښتنه کوي، بله په فلوریډا کې د یوه کوچني سوداګر لخوا چې د چین پر تعرفو د بندیز غوښتنه کوي، او درېیمه په مونټانا کې د بلیکفیټ ملت د غړو لخوا چې د کاناډا پر تعرفو د ټرمپ د پریکړې پر وړاندې ده.

وپلټۍ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي