تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیې او نهو اسلامي هېوادونو د اسرائیلو لخوا لویدیځه غاړه د خپلې خاورې سره د یوځای کول وغندل
تورکیې د اسلامي  هېوادونو او سازمانونو سره په ګډه د اسرائیلو د پارلمان هغه پرېکړه په کلکو ټکو وغندله چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د یوځای کولو ملاتړ یې کړی.
تورکیې او  نهو اسلامي هېوادونو د اسرائیلو لخوا لویدیځه غاړه د خپلې خاورې سره د یوځای کول وغندل
/ Public domain

تورکیې او نورو هېوادونو د اسرائیلو د پارلمان هغه پریکړه  وغندله چې غواړي اشغال شوی لویدیځه غاړه پخپل رسمي قلمرو کې شامله کړي.

تورکیې او نورو نهو اسلامي هېوادونو د اسرائیلو لخوا د اشغال لاندې لویدیځه غاړه د خپلې خاورې سره د یوځای کولو پریکړه  رد کړه.

تورکیې د اسلامي  هېوادونو او سازمانونو سره په ګډه د اسرائیلو د پارلمان هغه پرېکړه په کلکو ټکو وغندله چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د یوځای کولو ملاتړ یې کړی.

د پنجشنبې په ورځ د تورکيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې، تورکیه، بحرین، مصر، اندونیزیا، اردن، نایجریا، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، د عربو هېوادونو اتحادیه، او د اسلامي همکاریو سازمان دا اقدام د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.

هیوادونو " موږ د اسرائیلي د پارلمان له خوا د هغې اعلامیې تصویب په کلکه غندو چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې باندې د نامنلې 'اسرائیلي حاکمیت' د نافذولو غوښتنه کوي، دا پرېکړه نه یوازې ښکاره او نه منل کېدونکې ده، بلکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړو، په ځانګړې توګه د ۲۴۲ (۱۹۶۷)، ۳۳۸ (۱۹۷۳)، او ۲۳۳۴ (۲۰۱۶) پرېکړو ښکاره سرغړونه ده؛ دا پرېکړې ټول هغه ګامونه باطل ګڼي چې غواړي اشغال ته قانوني بڼه ورکړي، په ځانګړې توګه د ۱۹۶۷ راپدېخوا اشغال شوې فلسطینۍ خاوره کې د مېشتېدنې فعالیتونه."

لاسلیک کوونکو هېوادونو ټینګار وکړ چې اسرائیل د اشغال شوې فلسطینۍ خاورې، په شمول د ختیځ بیت المقدس، پر هېڅ برخه حاکمیت نه لري، او یو ځل بیا یې ختیځ بیت المقدس د راتلونکي فلسطیني دولت پلازمېنه وبلله.

هغوی خبرداری ورکړ چې دا اسرائیلي اعلامیه که څه هم سمبولیکه بڼه لري، هېڅ قانوني اعتبار نه لري او د اشغال شوې خاورې نړیوال حیثیت نشي بدلولی.

په اعلامیه کې ویل شوي: د اسرائیلو اقدامات یوازې د سیمې تاوتریخوالی لا پسې زیاتوي، چې دا وضعیت د غزې پر تړانګه د اسرائیلي یرغل او په پایله کې انساني فاجعې له امله لا خراب شوی.

لاسلیک کوونکو له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا، وغوښتل چې د اسرائیلو پر وړاندې قاطع اقدام وکړي، هغه هڅې چې غواړي د زور له لارې د یو واقعیت د منلو هڅه وکړي، باید ودرول شي.

ګوندونو خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو اوسني سیاستونه د یوه عادلانه او دوامدارې سولې هېڅ فرصت نه پرېږدي، او د دوو دولتونو حل پوره له منځه وړي.

دې هېوادونو یو ځل بیا د نړیوالو قوانینو او د عربو د سولې نوښت پر بنسټ د سولې پر ژمنتیا ټینګار وکړ، او غوښتنه یې وکړه چې یو خپلواک فلسطیني دولت دې د ۱۹۶۷ پولو پر اساس جوړ شي

وپلټۍ
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي