د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په ټاکنو کې د بري د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته امریکا ته سفر وکړ

د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د لوړ پوړو خبرو لپاره  امریکا  ته ته سفر وکړ. د ویلو ده چې هغه به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د سوداګرۍ جګړې او د کاناډا پر وړاندې د الحاق ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

/ AP

امریکا ته د کارني دا سفر یوازې یوه اونۍ وروسته له هغې ترسره کېږي چې کارني د لیبرال ګوند د مشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته  په ټولټاکنو کې ستر بری ترلاسه کړ او لیبرال ګوند يي د څلورم پرله پسې ځل لپاره واکمنۍ ته ورسو.

مارک کارني به د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

د مارچ په ۲۸مه، د ټرمپ او کارني ترمنځ د لومړۍ ټیلیفوني خبرې وروسته، ولسمشر په ټروت سوشیال کې ولیکل چې دوی موافقه وکړه چې "د کاناډا د راتلونکو ټاکنو وروسته به سمدستي سره وګوري ترڅو د سیاست، سوداګرۍ او نورو ټولو برخو په اړه کار وکړي، چې د امریکا  او کاناډا لپاره به غوره پایلې ولري."

د اندېښنو زیاتوالی

له دې وړاندې، ټرمپ په ډېرو کاناډایي وارداتو ۲۵ سلنه ګمرکي مالیه او په کاناډایي انرژۍ ۱۰ سلنه مالیه ولګوله.

د امریکا ولسمشر د لرګیو، شیدو، او ممکنه فولادو او المونیم باندې د نورو مالیو ګواښ کړی، او کاناډا یې د احتمالي "۵۱م ایالت" په توګه یاد کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یې کړکېچنې کړې دي.

کاناډا په ځواب کې د امریکا پر موټرو او پرزو ۲۵ سلنه ګمرکي مالیه ولګوله، او لومړي وزیر مارک کارني ژمنه وکړه چې د کاناډا په شرایطو به د سوداګرۍ خبرې وکړي او نړیوالې اړیکې به لا ژورې کړي.

د اونټاریو لخوا د برېښنا په مالیه کې ځنډ ټرمپ دې ته اړ کړ چې د فلزاتو په مالیه کې د زیاتوالي پلان وځنډوي، خو د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ لا هم دوام لري.