نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې د مرګونو شمیره مخ په لوړیدو ده
۲۰۲۶ کال په لومړیو ورځو کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې لږ تر لږه څلور کډوال مړه شوي دي.
په امریکا کې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې د مرګونو شمیره مخ په لوړیدو ده
په امریکا کې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې د مرګونو شمیره مخ په لوړیدو ده / Reuters

په امریکا کې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې د مرګونو شمیره مخ په لوړیدو ده.
د ۲۰۲۶ کال په لومړیو ورځو کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې لږ تر لږه څلور کډوال مړه شوي دي. دا پېښې وروسته له هغه کیږي چې تیر کال د توقیف شویو کسانو د مړینو له پلوه ریکارډ ماتوونکی و او د بندیانو په شمېر کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی و.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) له خوا کارول شوي د مخامخ کېدو تاکتیکونه د جنورۍ په ۷مه نېټه د مینیسوټا په مینیاپولیس ښار کې د لاریون کوونکې ریني نیکول ګوډ له مرګونې ویشتنې راهیسې د ټولو پام ددې ادارې توقیف خونو ته اوښتی دی.

خو د دې ادارې له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د کډوالو د توقیف مرکزونه هم په کې د ساتل شویو کسانو لپاره مرګوني چاپېریالونه کیدای شي.

د د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې مطبوعاتي اعلامیې په ډاګه کوي چې د ۲۰۲۶ کال په همدې لومړیو څو ورځو کې یو شمېر کسان په توقیف کې مړه شوي دي - دا سملاسي وروسته له هغه کال دی چې د کډوالو بندیانو د مړینو شمېر د ۲۰ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد او د ICE د توقیفونو شمېر په بې سارې توګه زیات شو.

د ادارې معلومات ښيي، چې د ډسمبر تر پایه په ICE توقیف ځایونو کې تر ۶۸،۰۰۰ ډېر بالغان وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې دا شمېر شاوخوا ۳۶،۰۰۰ وو.

د ادارې په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې لږ تر لږه څلور کسان د ICE له خوا د توقیف پر مهال مړه شوي دي.

ټولې مړینې د کال په لومړیو ۱۰ ورځو کې شوې، چې درې مړینې د جنورۍ له ۹مې تر ۱۰مې نېټې اعلان شوې.

دا کډوال، چې ټول نارینه وو، عمرونه یې د ۴۲ او ۶۸ کلونو ترمنځ وو. دوه یې د هندوراس، یو د کیوبا او څلورم یې د کمبوډیا وګړی و.

د دوو کسانو مړینه "د زړه اړوند روغتیايي ستونزو" له امله بلل شوې، او د دوو نورو د مړینې لاملونه په روښانه توګه نه دي په ګوته شوي.

د وروستیو قضیو څخه یوازې یوه یې "تر څېړنې لاندې" لیکل شوې وه.

په ۲۰۲۵ کال کې ریکارډ شمېر

مخکینی کال، ۲۰۲۵، لا دمخه د ICE د بندیانو لپاره په دوو لسیزو کې تر ټولو مرګونی کال و.

لږ تر لږه ۳۰ کسان د کډوالو په توقیف ځایونو کې د ساتل کېدو پر مهال مړه شول - چې دا د ۲۰۰۴ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده، یعنې یو کال وروسته له هغه چې دا اداره جوړه شوه.

د ۲۰۲۵ کال شمېره د بایډن د ټولې ادارې (۲۰۲۱-۲۰۲۵) پر مهال د ICE په توقیف ځایونو کې د ثبت شویو مړینو له ټول شمېر څخه ډېره ده.

د امریکا د کډوالۍ وکیلانو ټولنې له خوا د ICE له راپورونو څخه د راټولو شویو معلوماتو له مخې، په دغو څلورو کلونو کې ۲۶ کسان د ICE په توقیف ځای کې مړه شوي وو.

بهرنیو څارونکو د هغو طبي درملنو پر کچې اندېښنې څرګندې کړې دي چې بندیان یې ترلاسه کوي.

د امریکا د مدني آزادیو اتحادیې (ACLU) د ۲۰۲۴ کال په یوه راپور کې دې پایلې ته رسېدلي چې د ICE په توقیف ځایونو کې تر ۹۵ سلنه مړینې د مناسبې پاملرنې په صورت کې د مخنیوي وړ وې.

راپور د عامه ریکارډونو غوښتنو له لارې د ترلاسه شویو زرګونو پاڼو اسنادو په مطالعې سره د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د ICE په توقیف ځایونو کې مړینې تحلیل کړې دي.

طبي کارپوهانو چې دا اسناد یې څېړلي، د ناسمې یا نامناسبې درملنې او همدارنګه د طبي پاملرنې د سخت ځنډ پراخ شواهد موندلي دي.

اې اېف پي (AFP) له ICE سره اړیکه ونیوله، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

 

وپلټۍ
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله