نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ګوستاوو پترو: کولمبیا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه ګواښل کیږي
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو ویلي چې د هغه پر هېواد د نشه‌ یي توکو د قاچاق تورونه لګول شوي او د امریکا له‌ خوا د نشه ‌یي توکو پر ضد د مبارزې تر پلمې لاندې ګواښل کېږي.
ګوستاوو پترو: کولمبیا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه ګواښل کیږي
ګوستاوو پترو: کولمبیا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه ګواښل کیږي / Reuters

ګوستاوو پترو: کولمبیا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه ګواښل کیږي

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو د امریکا د ولسمشر ټرمپ تورونه رد کړل، او ژمنه یې وکړه چې د کولمبیا له حاکمیت څخه به "د خپل ژوند په بیه" دفاع کوو.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو ویلي چې د هغه پر هېواد د نشه‌ یي توکو د قاچاق تورونه لګول شوي او د امریکا له‌ خوا د نشه ‌یي توکو پر ضد د مبارزې تر پلمې لاندې ګواښل کېږي.

پترو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې کولمبیا یې په نښه کړې وه، او د خپل هېواد دفاع یې د هغو تورونو پر وړاندې وکړه چې ګواکې کولمبیا د نشه ‌یي توکو پر وړاندې مبارزه نه کوي.

د کولمبیا مشر وویل چې ملت یې سره له دې چې د نشه ‌یي توکو په جګړه کې یې د کلونو په اوږدو کې درانه زیانونه ګاللي، بیا هم ګواښل کېږي، او زیاته یې کړه چې منتقدین اوس ادعا کوي چې کولمبیا د نشه ‌یي توکو پر ضد مبارزه نه کوي. 

پترو د پوځي افسرانو پر وړاندې په خبرو کې وویل: «د اعلی قومندان امر دا دی: موږ به د خپل ژوند په بیه د خپل ملي حاکمیت دفاع وکړو. کولمبیا نه شي ګواښل کېدای. هر څوک چې دا ګواښونه په عمل بدل کړي، د کولمبیا د خلکو ویده جاګوار به راویښ کړي.»

پترو د امریکا له‌خوا په کارابین سمندرګي کې د نشه ‌یي توکو د ډلو پر ضد د مبارزې تر پلمې لاندې د ترسره کېدونکو عملیاتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا کار «موږ سپکوي او زموږ خلک له دې وضعیت څخه کړاو ویني.»

پترو تر دې وړاندې ټرمپ ته بلنه ورکړې وه چې د هغه د حکومت هغه هڅې له نږدې وویني چې د نشه ‌یي توکو د تولید د لابراتوارونو د له منځه وړلو لپاره یې کوي، او ویلي یې وو چې چارواکي په هرو ۴۰ دقیقو کې یو لابراتوار له منځه وړي.

ټرمپ د سه ‌شنبې په ورځ وویل چې هغه اورېدلي «کولمبیا، د کولمبیا هېواد، کوکایین تولیدوي»، او زیاته یې کړه: «هر څوک چې دا کار کوي او زموږ پر هېواد یې پلوري، د برید هدف ګرځي.»

امریکا په وروستیو میاشتو کې په ټوله لاتینې امریکا کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي، سمندري ځواکونه، جنګي بېړۍ، جنګي الوتکې، بمبار کوونکې الوتکې، اوبتلونه او بې ‌پیلوټه الوتکې یې ځای پر ځای کړې دي، او وایي هدف یې د نشه ‌یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه ده، چې "د مخدره توکو ترهګر" سازمانونه او د دوی کښتۍ په نښه کوي.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ