ګوستاوو پترو: کولمبیا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه ګواښل کیږي
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو ویلي چې د هغه پر هېواد د نشه یي توکو د قاچاق تورونه لګول شوي او د امریکا له خوا د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې تر پلمې لاندې ګواښل کېږي.
ګوستاوو پترو: کولمبیا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه ګواښل کیږي
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو د امریکا د ولسمشر ټرمپ تورونه رد کړل، او ژمنه یې وکړه چې د کولمبیا له حاکمیت څخه به "د خپل ژوند په بیه" دفاع کوو.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو ویلي چې د هغه پر هېواد د نشه یي توکو د قاچاق تورونه لګول شوي او د امریکا له خوا د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې تر پلمې لاندې ګواښل کېږي.
پترو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې کولمبیا یې په نښه کړې وه، او د خپل هېواد دفاع یې د هغو تورونو پر وړاندې وکړه چې ګواکې کولمبیا د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه نه کوي.
د کولمبیا مشر وویل چې ملت یې سره له دې چې د نشه یي توکو په جګړه کې یې د کلونو په اوږدو کې درانه زیانونه ګاللي، بیا هم ګواښل کېږي، او زیاته یې کړه چې منتقدین اوس ادعا کوي چې کولمبیا د نشه یي توکو پر ضد مبارزه نه کوي.
پترو د پوځي افسرانو پر وړاندې په خبرو کې وویل: «د اعلی قومندان امر دا دی: موږ به د خپل ژوند په بیه د خپل ملي حاکمیت دفاع وکړو. کولمبیا نه شي ګواښل کېدای. هر څوک چې دا ګواښونه په عمل بدل کړي، د کولمبیا د خلکو ویده جاګوار به راویښ کړي.»
پترو د امریکا لهخوا په کارابین سمندرګي کې د نشه یي توکو د ډلو پر ضد د مبارزې تر پلمې لاندې د ترسره کېدونکو عملیاتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا کار «موږ سپکوي او زموږ خلک له دې وضعیت څخه کړاو ویني.»
پترو تر دې وړاندې ټرمپ ته بلنه ورکړې وه چې د هغه د حکومت هغه هڅې له نږدې وویني چې د نشه یي توکو د تولید د لابراتوارونو د له منځه وړلو لپاره یې کوي، او ویلي یې وو چې چارواکي په هرو ۴۰ دقیقو کې یو لابراتوار له منځه وړي.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه اورېدلي «کولمبیا، د کولمبیا هېواد، کوکایین تولیدوي»، او زیاته یې کړه: «هر څوک چې دا کار کوي او زموږ پر هېواد یې پلوري، د برید هدف ګرځي.»
امریکا په وروستیو میاشتو کې په ټوله لاتینې امریکا کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي، سمندري ځواکونه، جنګي بېړۍ، جنګي الوتکې، بمبار کوونکې الوتکې، اوبتلونه او بې پیلوټه الوتکې یې ځای پر ځای کړې دي، او وایي هدف یې د نشه یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه ده، چې "د مخدره توکو ترهګر" سازمانونه او د دوی کښتۍ په نښه کوي.