افغانستان
4 د لوستلو دقیقې
۴۱ کلن افغان کډوال د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف خونه کې ژوند د لاسه ورکړ
د افغانستان یو تن پخوانی امنیتي افسر چې د امریکايي ځواکونو همکار پاتې شوی وو او د تخلیې په پروګرام کې  امریکا ته انتقال شوی وو ، د امریکا د کډوالۍ ادارې د  محافظینو لخوا د نیول کیدو نه وروسته په توقیف کې ژوند د لاسه ورکړ.
۴۱ کلن افغان کډوال د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف خونه کې ژوند د لاسه ورکړ
۴۱ کلن افغان کډوال د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف خونه کې ژوند د لاسه ورکړ / Reuters
16 مارچ 2026

محمد نظیر پکتیاوال، ۴۱ کلن، د شنبې په ورځ په ټکساس کې  په توقیف کې ژوند د لاسه ورکړ.

سږکال د کډوالۍ د ادارې په توقیف کې لږترلږه ۱۲ کسان مړه شوي دي.

د کډوالۍ اداره د ټرمپ د ډله ییزو شړلو په پالیسۍ کې مرکزي رول لوبوي

یو افغان کډوال چې پخوا یې په افغانستان کې له امریکایي پوځ سره کار کړی و او وروسته د تخلیې پروګرام په ترڅ کې امریکا ته رانتقال شوی وو تیره اونۍ په ټکساس کې له نیول کیدو څخه ۲۴ ساعته لا نه وو تېر شوي چې د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) په توقیف کې مړ شو. دا خبره د یکشنبې په ورځ د امریکایي متقاعدو سرتیرو په مشرۍ یوې مدافع ډلې وکړه.

د "افغان ایواک" (AfghanEvac) مشر شان واندیور په یوه اعلامیه کې ویلي چې محمد نظیر پکتیاوال د ډالاس په یوه څنډه کې له خپلې میرمنې او شپږو ماشومانو سره ژوند کاوه او د پناه غوښتنې قضیه یې تر کار لاندې وه. نوموړی د جمعې په سهار هغه مهال د فدرالي مامورینو لخوا د خپل اپارتمان مخې ته ونیول شو چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسول.

واندیور وویل چې پکتیاوال د شنبې په ورځ د نامعلومو لاملونو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

۴۱ کلن پکتیاوال سږکال لږترلږه دولسم کس دی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ ضد سختو اقداماتو پر مهال د کډوالۍ ادارې  په توقیف کې ژوند د لاسه ورکوي. تېر کال ۳۱ کسان د دې ادارې په نظارت کې مړه شوي وو، چې دا په تېرو دوو لسیزو کې ترټولو لوړه شمېره وه. دا اداره د ټرمپ د ډله ییزو شړلو په پالیسۍ کې مهم رول لوبوي.

د یکشنبې په ورځ د امریکا د کډوالۍ ادارې  په یوه اعلامیه کې وویل چې پکتیاوال د ناري (سهارنۍ) خوړلو په حال کې و چې د ستونزې سره مخ شو او سمدلاسه طبي کارکوونکو مداخله پیل کړه. د طبي کارکوونکو د ټولو مداخلو سره سره هغه ژوند د لاسه ورکړ.

دې ادارې زیاته کړې چې دوی "ژمن دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ټول توقیف شوي کسان په خوندي، ډاډمن او انساني چاپیریال کې وساتل شي."

د واندیور په وینا، د پکتیاوال کورنۍ ته ویل شوي چې هغه د نیول کیدو په شپه په ډالاس کې یوه روغتون ته وړل شوی و او تر بل سهار پورې ژوندی و، خو لږ وروسته یې ساه ورکړه. "افغان ایواک" ډلې د دې پیښې د سمدستي څیړنې غوښتنه کړې ده. واندیور وویل: "دا ډیره غیر معمولي ده چې یو ۴۱ کلن روغ سړی د حکومت په توقیف کې له یوې ورځې څخه په کمه موده کې مړ شي."

پکتیاوال د افغان ځانګړو ځواکونو (کومانډو) پخوانی سرتیری و چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې یې د امریکا د پوځ له ځانګړو ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی و. هغه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال له خپلې کورنۍ سره یوځای ایستل شوی و.

واندیور وویل چې پکتیاوال په ډالاس کې په یوه افغان حلال مارکېټ کې کار کاوه او د خپلې کورنۍ یوازنی ګټونکی و، چې په ماشومانو کې یې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم هم شامل دی.

د ټرمپ د اقداماتو له امله د ICE لخوا د توقیف شویو کسانو شمیر ریکارډ کچې ته رسیدلی. د فبرورۍ د پیل تر مهاله دغې ادارې شاوخوا ۶۸,۰۰۰ کسان په توقیف کې لرل.

د کورني امنیت وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته د پخواني ولسمشر جو بایډن د "متحدینو ته ښه راغلاست" (Operation Allies Welcome) پروګرام له لارې له ۷۰,۰۰۰ څخه ډیر افغانان امریکا ته داخل شوي وو. اوس د ټرمپ تر مشرۍ لاندې ادارو د شاوخوا ۱۴,۶۰۰ هغو افغانانو د "موقتي خوندي حالت" (TPS) د لغوه کولو هڅې پیل کړي چې د بشري دلایلو له مخې ورته ورکړل شوی و، چې دا کار هغوی له شړلو سره مخ کوي.

وپلټۍ
چین: افغانستان او پاکستان د یوې 'هراړخیزې حل لارې' پر لټولو موافقه وکړه
د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور یو پخوانی استرالیايي سرتیری ونیول شو
په افغانستان باندې د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ تنه وژل شوي او ۶۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي
د افغانستان او پاکستان ځیني برخې  زوروې زلزلې لړزولي.
په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
پاکستان او افغانستان په چین کې د جګړې د ختمولو لپاره خبرې پیل کړې دي
پاکستان او افغانستان په چین کې د خپلمنځۍ روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي
په افغانستان کې په تیرو دوو ورځو کې د سلابونو او مځکښویدنو له امله ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
کابل او اسلام‌اباد د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په نښتو بوخت شول
په افغانستان کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په کابل کې د پاکستاني برید د لسګونو قربانیانو لپاره دویمه ډله ییزه جنازه ادا شوه
د موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې بیا پیل شوې
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
پاکستان د اختر په مناسبت د افغانستان پر وړاندې لنډمهاله اوربند اعلان کړ.
په کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې د وژل شوو سلګونو تنو ډله ییزه جنازه وشوه
د ناروې د کډوالو شورا: په کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي
چین له پاکستان او افغانستان څخه د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو غوښتنه وکړه
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو