تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان : د ترهګرۍ نه د پاکې تورکیې پر لور یو ډیر مهم ګام اوچت شو
اردوغان : د هیواد د امنیت او ملت د هوساینې او سوکالۍ او په سیمه کې د دوامدارې سولې ټینګښت په موخه  په پيل کړي دې مزل کې  د الله تبارک و تعالی د دربار څخه د ډیرو زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه کوم .
اردوغان : د ترهګرۍ نه د پاکې تورکیې پر لور یو ډیر مهم ګام اوچت شو
/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هغه هیله لري په ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې په لور اوچت شوي مهم ګامونه به مثبتې پایلې ولري، ځکه چې د PKK ترهګرې ډلې یو شمېر ترهګرو خپلې وسلې پر ځمکه د ایښودو سره دا بهیر پیل کړ.

اردوغان په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په  خپور کړي یوه بیان کې ویلي دي ،  د هیواد د امنیت او ملت د هوساینې او سوکالۍ او په سیمه کې د دوامدارې سولې ټینګښت په موخه  په پيل کړي دې مزل کې  د الله تبارک و تعالی د دربار څخه د ډیرو زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه کوم .

د ویلو ده چې د پ ک ک ترهګرې ډلې دوه میاشتې مخکې د خپل ځان د منحلولو د پریکړې د اعلان نه وروسته پرون جمعه د جولای ۱۱ مه نیټه د عراق په سلمانیه ښار کې د وسلو پر مځکه ایښودل رسمآ پیل کړل. یوې ۳۰ کسیزې ډلې چې د پ ک ک دوه تنه مهم مشران هم پکې شامل ول خپلې وسلې پر مځکه کیښودې او خپلو وسلو ته اور ورته کړ.

د ویلو ده چې د ترهګرو یوې ډلې چې ۱۵ ښځې هم پکې شاملې وې، خپلې وسلې پر مځکه کیښودې او په سمبولیکه توګه يي ورته اور واچو.

په مې میاشت کې، دې ترهګرې ډلې پرېکړه وکړه چې منحل  شي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. دا اعلان د فبرورۍ په میاشت کې د پ ک ک  ډلې د بندي مشر عبدالله اوجالان له خوا د یوې اعلامیې وروسته وشو، چې په کې یې د دې ډلې او اړوندو ډلو د منحلیدو غوښتنه وکړه او د څلوېښت کلنې وسله والې مبارزې د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

د تورکیې پر وړاندې د PKK ډلې څلوېښت کلنې ترهګرۍ په جریان کې، چې د تورکیې، امریکا او اروپايي اتحادیې له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې، د ۴۰ زره څخه زیاتو کسانو ژوند اخیستی، چې ښځې، ماشومان، کوچنیان او زاړه خلک هم پکې شامل دي.

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي