امريکا د ايران په جګړه کې ۱۱ دانې 'ایم کیو-۹ ریپر' ډوله ډرون الوتکې له لاسه ورکړي دي

سي بي ایس (CBS News) د امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل په جګړه کې امریکايي پوځ ۱۱ دانې 'ایم کیو-۹ ریپر' ډرون الوتکې له لاسه ورکړې دي. دا په دغه جګړه کې د پوځي تجهیزاتو یو له تر ټولو سترو زیانونو څخه ګڼل کېږي

By
امريکا د ايران په جګړه کې ۱۱ دانې 'ایم کیو-۹ ریپر' ډوله ډرون الوتکې له لاسه ورکړي دي / AP

چارواکي وايي چې امریکا په ایران کې ۱۱ دانې 'ایم کیو-۹ ریپرډوله بې پیلوټه الوتکې له لاسه ورکړې دي، چې دا د پرمختللو توغندیزو سیسټمونو پر وړاندې د کشفي ډرون الوتکو خطرونه په ګوته کوي.

د سي بي ایس (CBS News) د امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل په جګړه کې امریکايي پوځ ۱۱ دانې 'ایم کیو-۹ ریپر' ډرون الوتکې له لاسه ورکړې دي. دا په دغه جګړه کې د پوځي تجهیزاتو یو له تر ټولو سترو زیانونو څخه ګڼل کېږي.

په دې وروستیو کې دوه نورې بې پیلوټه الوتکې هم رانسکورې شوې، چې ورسره د ویجاړ شویو الوتکو مجموعي شمېر ۱۱ ته ورسېد. د دغو ټولو الوتکو مجموعي بیه له ۳۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډېره اټکل شوې ده.

'ایم کیو-۹ ریپر' بې پیلوټه الوتکې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو، څارنې او کشفي ماموریتونو او همدارنګه د دقیقو بریدونو (لیزري بریدونو) لپاره کارول کېږي.

خو دفاعي چارواکي وايي چې دا ډول الوتکې په هغو چاپیریالونو کې چې پرمختللي هوايي دفاعي سیسټمونه ولري، په اسانۍ سره په نښه کېدای شي. دا ډرون الوتکې په اصل کې په هغو سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره ډیزاین شوې وې چې هوايي دفاع یې کمزورې وي، نه د داسې سیمو لپاره چې هوايي فضا یې په کلکه ساتل کېږي.

د دغو الوتکو تر ټولو لوړ سرعت په ساعت کې ۴۸۰ کیلومتره دی، چې د جنګي جټ الوتکو په پرتله خورا ورو دی؛ ځکه جنګي جټ الوتکې په ساعت کې له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۹۰۰ میله پورې سرعت لرلی شي.