تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان له روسیې او اوکراین څخه د استانبول د سولې د مذاکراتو د بهیر د بیا ژوندي کولو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان له روسیې سره د "هر هغه وړاندیز د بحث لپاره د انقرې چمتووالی څرګند کړ چې اوربند ګړندی کړي او د یوې عادلې او تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."
اردوغان له روسیې او اوکراین څخه د استانبول د سولې د مذاکراتو د بهیر د بیا ژوندي کولو غوښتنه وکړه
اردوغان له روسیې او اوکراین څخه د استانبول د سولې د مذاکراتو د بهیر د بیا ژوندي کولو غوښتنه وکړه / AA

اردوغان له زیلینسکي سره تر لیدنې وروسته د روسیې-اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د استانبول د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه

د تورکیې ولسمشر اردوغان له روسیې سره د "هر هغه وړاندیز د بحث لپاره د انقرې چمتووالی څرګند کړ چې اوربند ګړندی کړي او د یوې عادلې او تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تورکیه باور لري چې د اوکراین د جګړې په اړه د استانبول پروسه باید د "یو داسې هر اړخیز چوکاټ سره پلي شي چې وکولی شي اوسنۍ پیچلې ستونزې حل کړي."

اردوغان د چهارشنبې په ورځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د تورکیې په منځګړیتوب د تنظیم شویو خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "د استانبول خبرې اترې په داسې وخت کې په ډیپلوماټیکو هڅو کې یو مهم پړاو جوړوي چې د (روسیې-اوکراین) جګړې ویجاړونکې اغیزې مخ په ژوریدو دي."

اردوغان له روسیې سره د "هر هغه وړاندیز په اړه د بحث لپاره د انقرې چمتووالی څرګند کړ چې اوربند ګړندی کړي او د یوې عادلې او تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

هغه ټینګار وکړ چې تورکیه له ټولو هغو شریکانو تمه لري چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ وینه تویدنه ودروي، د استانبول د پروسې په اړه رغنده دریځ خپل کړي.

 د اوکراین ولسمشر زیلینسکي له خپل لوري وویل چې اوکراین هیله لري د کال تر پایه له روسیې سره د جنګي بندیانو تبادله بیا پیل کړي.

هغه دا هم زیاته کړه چې اوکراین له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو کې د مرستې لپاره د تورکیې په ډیپلوماټیکو هڅو تکیه کوي.

زیلینسکي وویل: "البته، موږ د ډیپلوماسۍ د وضعیت په اړه مفصلې خبرې وکړې. او اوس ډیری پروسې لا فعالې شوې دي، او موږ هڅه کوو ډاډ ترلاسه کړو چې ټول فعالیتونه په ځانګړي ډول سولې ته متوجه وي."

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.