ډنمارک په افغانستان کې د ناټو د رول د کمزوري کولو په اړه د ټرمپ څرګندونې وغندلې

د ډنمارک لومړۍ وزیرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو څرګندونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د ناټو د متحدینو رول تر پوښتنې لاندې راوستی و، او ویلي یې دي چې دا څرګندونې "د منلو وړ نه دي" او ډنمارکي پخواني سرتېري یې سخت ځورولي دي.

By
ډنمارک په افغانستان کې د ناټو د رول د کمزوري کولو په اړه د ټرمپ څرګندونې وغندلې / Reuters

ډنمارک په افغانستان کې د ناټو د رول د کمزوري کولو په اړه د ټرمپ څرګندونې غندلي دي
ټرمپ ویلي چې امریکا هېڅکله خپلو متحدینو ته اړتیا نه درلوده او ادعا یې کړې چې د ناټو سرتېري په افغانستان کې "لږ شاته، د جګړې له لومړۍ کرښې څخه لږ لرې" پاتې شوي وو.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو څرګندونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د ناټو د متحدینو رول تر پوښتنې لاندې راوستی و، او ویلي یې دي چې دا څرګندونې "د منلو وړ نه دي" او ډنمارکي پخواني سرتېري یې سخت ځورولي دي.

میتې فریډریکسن په انسټاګرام کې ویلي، دا "د منلو وړ نه ده چې امریکايي ولسمشر په افغانستان کې د متحدو سرتېرو پر هڅو شک کوي"، او زیاته کړې یې ده چې فکر یې له پخوانیو سرتېرو، د هغوی له کورنیو او هغو کسانو سره دی چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

د هغې دا څرګندونې له فاکس نیوز سره تر هغې مرکې وروسته وشوې چې ټرمپ په کې ویلي وو امریکا هېڅکله خپلو متحدینو ته اړتیا نه درلوده او ادعا یې کړې وه چې د ناټو سرتېري په افغانستان کې "لږ شاته، د جګړې له لومړۍ کرښې لږ لرې" پاتې شوي وو.

دغو څرګندونو د ډنمارکي پخوانیو سرتېرو ترمنځ سخت غبرګونونه راوپارول.

مایکل ویلاډسن، د پولیسو یو پخوانی مشر چې دوه ځله افغانستان ته استول شوی و، وویل چې دا څرګندونې دردونکې دي.

هغه عامه خپرونې DR ته وویل: "زه د هلمند ولایت د جګړې په لومړۍ کرښه کې وم، چېرې چې هېڅ امریکایان نه وو. دا دردونکې ده چې هغه وايي موږ ته اړتیا نه وه، ځکه زه په یقین سره فکر کوم چې وه."

ویلاډسن، چې په ۲۰۱۴ کال کې ورته د روحي فشار وروسته ناروغي (PTSD) تشخیص شوه، وویل چې د هغه ماموریتونو پر کورنۍ یې دروند بار اچولی و.

هغه وویل: "دا زما کورنۍ ته په زیان تمام شوي دي. زما ماشومان باید له خپل پلار پرته ژوند کړی وای، او وروسته هم اسانه نه وه. خو دې کار زه له خپلو ماموریتونو پښېمانه نه کړم. زه یې هغه څوک جوړ کړی یم چې نن یم."

رېنې لېنسکیولډ، د اېسبرګ په ښاروالۍ کې د پخوانیو سرتېرو همغږی کوونکی، وویل ډېری پخواني سرتېري احساسوي چې دې څرګندونو د دوی د خدمت معنا کمزورې کړې ده.

هغه وویل: "د یوه سرتېري په توګه، ښايي تا د خپل ژوند ځینې غوره کلونه په ماموریت کې تېر کړي وي. او که بیا ته د بد متحد په توګه تورن شې، ډېری خلک فکر کوي چې ښايي دوی باید هېڅکله هلته نه وای تللي."

چوپ لاریون

په ځواب کې، د ډنمارک د پخوانیو سرتېرو ټولنې اعلان وکړ چې راتلونکې اونۍ به د کپنهاګن له کاسټلیټ کلا څخه د امریکا سفارت ته "د چوپتیا لاریون" ترسره کړي.

د دې ټولنې ملي مشر، کارسټن راسموسن، وویل: "موږ دا کار د هغو درواغو او ملنډو له امله کوو چې د امریکايي ولسمشر لخوا ډنمارکي پخوانیو سرتېرو او د نورو متحدو هېوادونو پخوانیو سرتېرو ته متوجه دي."

هغه زیاته کړه: "موږ نه یوازې ناهیلي احساسوو، بلکې هغه څه چې زه به یې د امریکايي ولسمشر لخوا خیانت وبولم."

ډنمارک په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ پوځي عملیاتو کې له ۲۰۰۲ کال څخه برخه واخیسته چې له یوې لسیزې څخه ډېر یې دوام وکړ، او د زرګونو سرتېرو په ځای پر ځای کولو سره یې د امریکايي او متحدو ځواکونو ترڅنګ [په جګړه کې] ونډه درلوده.

ډنمارکي ځواکونه هلمند ته استول شوي وو، چې د جګړې یوه له تر ټولو خونړیو سیمو څخه وه، چېرې چې لږ تر لږه ۴۱ سرتېري یې ووژل شول، چې د دغه هېواد د نفوس په پرتله د مرګ ژوبلې خورا لوړه کچه ده.