منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ملکیان وژل شوي؛ حزب الله ځوابي بریدونه کړي
په لبنان کې پر ښارګوټو او د کډوالو پر یوه کمپ خونړي هوايي بریدونه د اسرائیلي ټانکونو، اډو او الوتکو په وړاندې د حزب الله له بریدونو سره هممهاله شوي، چې دا د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د سختېدو ښکارندویي کوي.
په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ملکیان وژل شوي؛ حزب الله ځوابي بریدونه کړي
په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ملکیان وژل شوي؛ حزب الله ځوابي بریدونه کړي / Reuters

د چهارشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې  په بېلابېلو برخو کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. دا بریدونه پر ښارګوټو، لارو او د فلسطینیانو د کډوالو پر یوه کمپ په داسې حال کې شوي چې په سرحدي سیمو کې جګړه سخته شوې ده.

د لبنان د ملي خبري اژانس د راپور له مخې، په "حبوش"کې په یوه برید کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي، په داسې حال کې چې په "صور"  ښار کې د یوې څلورلارې سره نږدې برید ۲۴ کسان ټپیان کړي دي.

لبناني چارواکو ویلي چې د "میه میه"  د کډوالو په کمپ کې ۲ کسان او په عدلون کې ۴ نور کسان وژل شوي دي. اسرائیلي پوځ تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د حزب الله ځوابي بریدونه
ورته مهال، حزب الله ویلي چې پر اسرائیلي ځواکونو او نظامي مرکزونو یې یو لړ بریدونه کړي دي. دغې ډلې ویلي چې په "قوزه" سیمه کې یې یو اسرائیلي میرکاوا ټانک په لارښود شوي توغندي ویشتلی او وروسته یې هغه نظامي هیلیکوپټره هم په نښه کړې چې د مرګ ژوبلې د لیږد لپاره راغلې وه، چې له امله یې هیلیکوپټره شاتګ ته مجبوره شوه.

حزب الله همدارنګه ویلي چې د "شومېرا" په بارکونو کې یې پر اسرائیلي پوځیانو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه کړي او د "یفتای"  او "صفد ښار ته نږدې د "دادو"  په اډه کې یې د اسرائیل د شمالي قوماندانۍ مرکزونه په توغندیو ویشتلي دي.

د ملکي تلفاتو زیاتوالی
اسرائیلو د مارچ میاشتې له پیل راهیسې، له حزب الله سره د سرحدي نښتو وروسته، په سویلي لبنان کې خپلو هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو ته زور ورکړی دی. لبناني چارواکي وايي چې د اسرائیلو د تیري له پیل راهیسې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان دي، چې ډېری قربانیان یې ملکیان دي.

دا کړکېچ پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له امله د رامنځته شوي پراخ سیمه ییز صراع یوه برخه ده، چې په نورو برخو کې یې هم د جګړې د خپریدو ویره زیاته کړې ده.

 

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»