منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د قطر لومړي وزیر وویل چې اسرائیل نه یوازې په سولې بلکې هر هغه څوک چې سولې لپاره کار کوي پرې برید کوي
د اسرائیلو بریدونو هدف  نه یوازې قطر بلکې په هر هغه هېواد دی چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره کار کوي. د قطر لومړي وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې پدې اونۍ  کې په دوحه باندې برید د غزې د اوربند د مذاکراتو د لمنځه وړولو لپاره ښکاره هڅه وه.
د قطر لومړي وزیر وویل چې اسرائیل نه یوازې په سولې بلکې هر هغه څوک چې سولې لپاره کار کوي پرې برید کوي
/ Reuters

د قطر لومړي وزیر وویل چې اسرائیل نه یوازې په سولې بلکې هر هغه څوک چې سولې لپاره کار کوي پرې برید کوي.

د اسرائیلو بریدونو هدف  نه یوازې قطر بلکې په هر هغه هېواد دی چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره کار کوي. د قطر لومړي وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې پدې اونۍ  کې په دوحه باندې برید د غزې د اوربند د مذاکراتو د لمنځه وړولو لپاره ښکاره هڅه وه.

شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني وویل: "د دې ډول بریدونو دوام هدف یوازې قطر نه دی. دا یو ښکاره ګواښ دی چې هر هغه هېواد هدف ګرځوي چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره کار کوي، او دا د ملګرو ملتونو په وړاندې باور کمزوری کوي."

هغه زیاته کړه: "دا برید د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد پر حاکمیت تېری دی. دا برید د هغو هېوادونو له متمدن چلند څخه ډېر لرې دی چې په سولې باور لري." هغه د دې اونۍ په پیل کې په دوحه کې د حماس د مذاکراتو پر استازو د اسرائیلو برید ته اشاره وکړه.

په دې برید کې د حماس د مقاومت ډلې پنځه غړي او یو قطري امنیتي افسر ووژل شول، په داسې حال کې چې دغه ډله د امریکا په ملاتړ د اوربند د وړاندیز په اړه خبرې کولې.

شیخ محمد وویل چې دغه برید څرګندوي چې اسرائیل هڅه کوي سیمه په زور سره بیا تنظیم کړي او د خپلو کړنو د توجیه لپاره په "بنسټپالو نظریاتو" تکیه کوي.

"موږ څنګه کولای شو د اسرائیلو استازي کوربه توب وکړو کله چې هغوی دا ډول برید ترسره کړی دی؟ ایا تاسو د کوم بل هېواد په اړه اورېدلي چې په دې ډول د منځګړي پر وړاندې برید وکړي؟"

د منځګړیتوب په بنسټ

د قطر مشر ټینګار وکړ چې دوحه د منځګړیتوب او د شخړو د سوله ئیز حل لپاره ژمن دی، خو خبرداری یې ورکړ چې د خپل امنیت ګواښونه به ونه زغمي.

هغه د اسرائیلو مشرتابه په دې تورنه کړه چې "وینې تږي افراطیان" دي چې باور لري دوی له هر ډول سزا څخه خوندي دي، په داسې حال کې چې په غزه کې نسل وژنه ترسره کوي او سیمه بې ثباته کوي.

هغه وویل چې سوله د سمدستي اوربند، د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو، غزې ته د بشري مرستو د لاسرسي او د دوه دولتونو د حل غوښتنه کوي.

په همدې غونډه کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي اسرائیل د "یوه سرغړونکي حکومت" په توګه یاد کړ چې د بې ګناه خلکو په وینو يي لاسونه  لړلی دی او په سیستماتیک ډول د حاکمیت او نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي. هغه وویل چې په غزه کې نن ورځ له ولګې او قحطۍ نه د وسلې په توګه کار اخیستل کیږي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیلو "غرور" مات کړي او سیمه د دې "ویجاړونکو کړنو" څخه خوندي کړي.

دوحه د ۲۰۱۲ کال راهیسې د واشنګټن او تل ابیب په غوښتنه د حماس سیاسي دفتر کوربه توب کړی او د مصر سره په ګډه د اوربند په هڅو کې منځګړیتوب کړی دی.

د اسرائیلو برید په دې هڅو شکونه پیدا کړي، خو قطر ژمنه کړې چې خپلې هڅې به دوام ورکړي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي