نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د امریکا د ټیکساس ایالت په مرکزي سیمو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۱ ته لوړ شوی دی.
د کرول ښار مدیر، ډالټن رایس، وویل  چې په لا درکه شوو کسانو د "کیمپ میسټیک" د دوبي د کمپ ۲۷ ځوانې نجونې هم  شاملې دي چې په اړه يي تر اوسه پورې هیڅ خبر شتون نلري.
د امریکا د ټیکساس ایالت په مرکزي سیمو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۱ ته لوړ شوی دی.
/ AP

د امریکا د ټیکساس ایالت په مرکزي سیمو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۱ ته لوړ شوی دی.

سیمه ییز چارواکیو په وینا په لسګونو تنه نور لا درکه شوي دي.

د کرول ښار مدیر، ډالټن رایس، وویل  چې په لا درکه شوو کسانو د "کیمپ میسټیک" د دوبي د کمپ ۲۷ ځوانې نجونې هم  شاملې دي چې په اړه يي تر اوسه پورې هیڅ خبر شتون نلري.

هغه په یوه خبري غونډه کې وویل: "موږ دا موضوع په دوه برخو کې څېړو، چې یوه یې د معلومو ورک شویو کسانو ده، یعنې ۲۷ کسان... خو د نورو په اړه شمېر نه شو ویلای ځکه موږ ته معلومات نشته."

د ټیکساس والي، ګریګ ایبټ، په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایالت د افتونو اعلان یې پراخ کړی او د امریکا  له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې د نورو فدرالي سرچینو غوښتنه کړې ده.

د ټیکساس د بیړنیو چارو د مدیریت مشر، نیم کیډ، وویل چې د هوا، ځمکې او اوبو له لارې ډلې د ګوادالوپ سیند په اوږدو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو او مړو د موندلو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړه: "موږ به د لا درکه  شویو کسانو د موندلو لپاره خپلې هڅې جاري وساتو."

سېلابونه د جمعې په ورځ پیل شول کله چې په څو ساعتونو کې د څو میاشتو باران وورید، چې له امله یې د ګوادالوپ سیند په ۴۵ دقیقو کې ۲۶ فټه (۸ متره) لوړ شو.

د ملي هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې نور باران هم اټکل شوی او "د اوبو زیاتوالی کېدای شي د سیندونو، ویالو، او نورو ټیټو سیمو د سېلابونو سبب شي."

د شنبې په ورځ، د کرول په سیمه کې، د ګوادالوپ سیند چې معمولاً ارام وي، په تېزۍ سره بهېده او خړې اوبه یې له مختلفو شیانو ډکې وې.

یو ځایي اوسېدونکي، ۶۱ کلن جیراردو مارتینز، وویل: "اوبه د ونو سر ته رسېدلې وې، شاوخوا ۱۰ متره یا همدومره. موټرونه او حتی کورونه د سیند په اوږدو کې روان وو."

د چټکو سېلابونو پېښې، چې کله ځمکه د سخت باران جذبولو توان ونه لري، غیر معمولي نه دي. خو ساینسپوهان وایي چې په وروستیو کلونو کې د انسان له امله د اقلیمي بدلونونو له کبله داسې سختې موسمي پېښې لکه سېلابونه، وچکالۍ او د تودوخې څپې زیاتې شوې دي.

په "کیمپ میسټیک" کې ویجاړۍ

د شنبې په ورځ، شېرېف لیتا وویل چې د کر کاونټي په سېلاب ځپلې سیمه کې د "کیمپ میسټیک" د مسیحي دوبي کمپ ۲۷ ماشومان لا هم ورک دي. شاوخوا ۷۵۰ نجونې په دې کمپ کې شتون درلود.

د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې د ورک شویو نجونو څخه څلور یې مړې شوې دي، چې د هغوی کورنیو تایید کړې ده.

دغه کمپ چې د ګوادالوپ سیند په غاړه پروت دی، د ګډوډۍ په حالت کې و، چې کمپلو، توشکو، ټیډي بیرونو او نورو شیانو یې په ودانیو کې خپاره پراته وو.

د کمپ د کوټو کړکۍ د اوبو د فشار له امله ماتې شوې وې.

د "هارټ او' دی هیلز" دوبي کمپ، چې د "کیمپ میسټیک" څخه شاوخوا یو مایل لرې پروت دی، د شنبې په ورځ تایید کړه چې د دې کمپ مدیره، جین راګسډیل، په مړو کې شامله ده.

د کرول ښار چارواکي، ډالټن رایس، وویل چې ژغورونکي له "ډېرو سختو" شرایطو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: "موږ نن سهار د ځمکني عملیاتو پیل وکړ، خو خلکو ته خبرداری ورکوو چې خپلواکه پلټنې ونه کړي."

رایس وویل چې معلومه نه ده څومره خلک په دې مشهوره کمپ سیمه کې موجود وو، او د ورک شویو کسانو لپاره یې عمومي شمېر نه دی ورکړی.

د ایالتي او محلي چارواکو له خلکو وغوښتل چې دې سیمې ته سفر ونه کړي، ځکه چې د سیند په اوږدو کې کمپونه او ګڼ شمېر لارې د تګ لپاره بندې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې کورونه او ونې ښودل شوي چې د سخت باران له امله د سېلاب په اوبو کې لاهو کېږي.

د کرول ښاروال، جو هېرنګ، له خلکو وغوښتل چې په دې سخت وخت کې یو بل سره مرسته وکړي.

هغه وویل: "خلکو ته پکار ده چې پوه شي نن ورځ به یوه سخته ورځ وي. دا به یوه سخته ورځ وي." د هغه غږ مات شو.

 

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي