د انګلستان لومړي وزیر کییر سټارمر وویل چې په دې عملیاتو کې، چې د بریتانیا وسله والو ځواکونو او قضايي ادارو پکې برخه اخیستې وه، روسیې ته "بل ګوزار" ورکړل شو. هغه د مسکو د جګړې ملاتړو ته خبرداری ورکړ چې دوی ی "پټ نشي پاتې کېدای."
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ویلي چې هېواد یې د روسیې اړوند یوه پټه د تیلو ټانکر کښتۍ چې د بندیزونو نه د تيښتې هڅه کوله په انګلیس کانال کې، د بریتانوي وسله والو ځواکونو او قضايي ادارو په مرسته نیولې ده.
سټارمر د یکشنبې په ورځ په اېکس (پخواني ټویټر) کې وویل چې ده نن سهار وختي د دې عملیاتو لارښوونه کړې وه. هغه وویل: "نن سهار وختي مې خپلو وسله والو ځواکونو ته امر وکړ چې روسیې د تېلو یوه پټه کښتۍ چې غوښتل یې له انګلیسي کانال څخه تېره شي ونیوله.
سټارمر دا عملیات بریالي وبلل او ویې ویل چې دا د هغو کسانو لپاره یو پیغام دی چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې ملاتړ کوي. ده زیاته کړه: "دې بریالیو عملیاتو روسیې ته یو بل ګوزار ورکړ او هغو کسانو ته یې یادونه وکړه چې د پوتین جګړه تمویلوي، چې موږ به هغوی ته د پټېدو اجازه ورنکړو."
لومړي وزیر د هغو منسوبینو مننه هم وکړه چې په دې عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه. سټارمر زیاته کړه: "زه غواړم د هغو کسانو مننه وکړم چې په دې عملیاتو کې یې برخه درلوده، په ځانګړې توګه زموږ د وسله والو ځواکونو او قانون پلي کونکو افسرانو څخه چې په کال کې ۳۶۵ ورځې او په ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد ساتنه کوي."
د بریتانیا د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د "سمیرتوس" (SMYRTOS) په نوم دا بیړۍ د رویل میرین کمانډوز او د جرمونو ملي ادارې د ځانګړو روزل شویو افسرانو لخوا ونیول شوه.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه بیړۍ به د تحقیقاتو تر بشپړېدو پورې د سویلي ساحل په څنډو کې ساتل کیږي او څارنه به یې کیږي. همدارنګه زیاته شوې چې د بریتانیا په ځمکنیو اوبو کې دا قانوني اقدام د کورنیو او نړیوالو قوانینو سره سم ترسره شوی دی.






















