ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۳۱ مه نيټه پیلیږي

ټي آر ټي نړیوال فورم ۲۰۲۵ به د نړیوالو مسلو د حل لپاره غوره او مخورې څیرې راټولې کړي.

ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۳۱ مه نيټه پیلیږي / TRT World

ټي آر ټي نړیوال فورم ۲۰۲۵ به د نړیوالو مسلو د حل لپاره غوره او مخورې څیرې راټولې کړي.

کارپوهان او  چارواکي به د ټي آر ټي  په نړیوال فورم کې د حکومتولۍ، اقلیم، ټکنالوژۍ او نړیوالو پرمختګونو په اړه د بحثونو په خاطر سره راټول شي.

د ټي آر ټي نړیوال فورم، چې د نړۍ یو له سترو رسنیزو غونډو څخه دی، اعلان کړی چې نهم پړاو به یې د اکتوبر په ۳۱ د دوو ورځو لپاره  په استانبول کې ترسره شي، چې له بېلابېلو برخو څخه به په کې لسګونه ویناوال او کارپوهان ګډون وکړي.

دا غونډه چې د تورکیې د ملي راډیو او تلویزیون ادارې (TRT) له خوا تنظیم شوې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به کارپوهان او لوړ پوړي چارواکي راټول کړي.

د "نړیوال بیا تنظیم: له زاړه نظمه تر نویو حقیقتونو" تر سرلیک لاندې، دا فورم د مخ پر ودې نړیوالې بې ثباتۍ او بیړنیو نړیوالو ننګونو باندې تمرکز کوي.

ټي آر ټي  نړیوال فورم پخوا هم د لوړ پوړو پالیسي جوړونکو او ډیپلوماتانو په ګډون زرګونه ګډونوال جذب کړي دي.

پدې فورم کې به د سیمې او نړۍ پر مهمو مسلو لکه د تورکیې دفاع، د سوریې بیارغونه او په څو قطبي نړۍ کې ډیپلوماسي او حکومتولۍ باندې متمرکزې وي.

پینلونه به د جیوپولیټیک، امنیت، اقلیم او انرژۍ، ټکنالوژۍ، رسنیو، نړیوال قانون، او نړیوالو اقتصادي بدلونونو په اړه هم بحث وکړي.

تمه کیږي چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په دې فورم کې ګډون کوي، پدې فورم کې ګډون وکړي او د نړیوالو پرمختګونو په اړه وینا وکړي.

د دې فورم موخه د مذاکراتو هڅول، د تصمیم نیونکو سره نښلول، او د بحرانونو او نړیوالو بدلونونو د مدیریت لپاره د ستراتیژیو په اړه بصیرت ورکول دي.

د ټي آر ټي ورلډ  فورم ۲۰۲۵ لپاره نوم لیکنه په trtworldforum.com ویب پاڼه کې روانه ده.