افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی له کینیا څخه متحده ایالاتو ته سپارل شوی ترڅو د مخدره توکو او وسلو د قاچاق له تورونو سره مخ شي.
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
عبدالظاهر قدیر

دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، عبدالظاهر قدیر چې تېر کال په اپریل کې په نیروبي کې نیول شوی و، په ادعا سره "د مخدره توکو او وسلو یو لوی نړیوال قاچاقبر" و.

په اعلامیه کې راغلي چې قدیر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ دمخه د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال و او یو وخت یې د افغان سرحدي ځواکونو د جنرال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د متحده ایالاتو سرپرست لوی څارنوال، ټوډ بلانچ وویل: "په داسې حال کې چې عبدالظاهر قدیر ځان د افغانستان یو سیاسي مشر ښودلو، په حقیقت کې یې په ادعا سره د یوې جنايي ډلې مشري کوله چې په خطرناکو او روږدي کوونکو مخدره توکو او درنو وسلو یې معامله کوله."

د جنایي شکایت له مخې، قدیر متحده ایالاتو ته د سلګونو کیلوګرامو هیروینو او میتامفیتامین (شیشې) د قاچاق په اړه له یو داسې کس سره خبرې کړې وې، چې په اصل کې د امریکا د مخدره توکو ضد مبارزې ادارې (DEA) یو پټ همکار و.

همدارنګه ویل شوي چې قدیر د سلګونو درنو ماشینونو، بریدګرو ټوپکونو، سنایپر ټوپکونو، راکټ اچوونکو (RPG)، تومانچو او لاسي بمونو د پلورلو په اړه هم خبرې اترې کړې وې.

د امریکا یو تن څارنوال، جې کلیټن وویل: "د زیاتې اندازې زهرو او وسلو د قاچاق په هڅه کې... قدیر په ادعا سره یو پېرودونکي ته دوه کیلوګرامه امتحاني جوپه پلورلې وه، چې په سویلي افریقا کې تسلیم شوې وه."

کلیټن زیاته کړه: "قدیر په دې نه پوهېده چې هغه پېرودونکی په اصل کې  د امریکا د مخدره توکو ضد مبارزې ادارې لپاره کار کاوه."

که قدیر د مخدره توکو او وسلو د واردولو په توطیه محکوم شي، نو د ټول عمر بند له سزا سره مخ کیدی شي.

 

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی