نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په هند کې د دوا په یوې فابریکه کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ
د ایالت د اور وژنې خدماتو مشر جي وي نارایانا راو د اسوشیټیډ پریس سره په خبرو کې وویل، د اور وژنې څانګې د پېښې له ځایه چې د ایالت د پلازمېنې حیدرآباد څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره (۳۱ میله) لرې په یوه صنعتي سیمه کې موقعیت لري.
په هند کې د دوا په یوې فابریکه کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ
/ AP

د سه شنبې په ورځ چارواکو وویل چې د هند په سویلي ایالت تلنګانه کې د درملو په یوه فابریکه کې د دوشنبې په ورځ د یوې لویې چاودنې او اور لګېدو له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۶ ته لوړ شو، پداسې حال کې چې شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول.

د ایالت د اور وژنې خدماتو مشر جي وي نارایانا راو د اسوشیټیډ پریس سره په خبرو کې وویل، د اور وژنې څانګې د پېښې له ځایه چې د ایالت د پلازمېنې حیدرآباد څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره (۳۱ میله) لرې په یوه صنعتي سیمه کې موقعیت لري، د ۳۴ کارګرانو سوځېدلې مړي راویستي دي.

راو زیاته کړه چې دوه نور کارګران د سوځېدنې له امله په روغتون کې مړه شوي دي. هغه وویل چې د سیګاچي انډسټریز د درمل جوړونې د ویجاړې شوې فابریکې ملبه لا هم پاکېږي ترڅو معلومه شي چې نور کارګران خو به نه وي بند پاتې.

هغه وویل، شاوخوا ۳۰ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. "د فابریکې ټول جوړښت نړېدلی دی. اور مړ شوی دی، او موږ هیله لرو چې په راتلونکو څو ساعتونو کې د ملبې پاکول بشپړ کړو."

سیګاچي انډسټریز د چاودنې او اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو يادونه يې وکړه چې د فابریکې اصلي تولیدي زیرساختونه زیانمن شوي او د فابریکې عملیات به د ۹۰ ورځو لپاره ودرول شي. شرکت وویل چې دغه فابریکه مایکروکریسټالین سیلولوز تولیدوي، چې دا یو کیمیاوي مرکب دی چې په درملو جوړولو کې عام استعمال لري.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله