سپورت
3 د لوستلو دقیقې
کریسټیانو رونالډو ایرلینډي لوبغاړی په څنګل د وهلو له امله له لوبې وویستل شو
کریسټیانو رونالډو د ډوبلین په ښار کې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو پرمهال د ایرلینډ مدافع لوبغالی ډارا اوشیا په څنګل وهلو له امله  له لوبې وایستل شو دا ایستل کیدای شي د هغه ټیم د  غوره کیدو په صورت کې د هغه د ټیم لپاره په ګرانه بیه تمام شي
کریسټیانو رونالډو ایرلینډي لوبغاړی په څنګل د وهلو له امله له لوبې وویستل شو
کریسټیانو رونالډو ایرلینډي لوبغاړی په څنګل د وهلو له امله له لوبې وویستل شو / Reuters

د پرتګال کپتان کریسټیانو رونالډو د ډارا اوشیا په څنګل وهلو له امله د VAR له لوري د ژیړ کارت په سور بدلیدو سره د د

کریسټیانو رونالډو د ډوبلین په ښار کې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو پرمهال د ایرلینډ مدافع لوبغالی ډارا اوشیا  په څنګل وهلو له امله  له لوبې وایستل شو — دا ایستل کیدای شي د هغه ټیم د  غوره کیدو په صورت کې د راتلونکي کال د ټورنمنټ په پرانیستونکې لوبه کې د هغه د ځای په بیه تمام شي.

د پنجشنبې پېښه د اویوا په لوبغالي کې د لوبې له یو ساعت تېرېدو وروسته رامنځ ته شوه، چې ایرلینډ ۲-۰ مخکې و.

رونالډو خپله ښۍ څنګل د اوشیا په شا وروسته له هغې وواهه کله چې دواړو د ځای نیولو پر سر شخړه کوله.

ریفري په لومړي سر کې ژیړ کارت ورکړ، خو د ویډیو بیاکتنې وروسته، پریکړه یې مستقیم سور کارت ته واړوله.

دا د ۳۹ کلن کپتان لپاره یوه غیر معمولي شیبه وه، چې د پرتګال لپاره یې له ۲۲۰ څخه ډیرې لوبې کړې دي او مخکې هیڅکله په یوه رقابتي نړیواله لوبه کې نه و ایستل شوی.

د فیفا د مقرراتو له مخې، تاوتریخوالی عموماً د دوو لوبو بندیز لري، چې دا به هغه د نړیوال جام له لومړۍ لوبې څخه بهر کړي — که پرتګال غوره هم شي.

ایرلینډ د ټرای پاروټ لخوا په لومړۍ نیمایي کې د دوو ګولونو وروسته ۲-۰ لوبه وګټله، خو د شپې پام ډېر ژر د رونالډو د ایستلو پایلو ته واوښت.

'دا له ما سره هیڅ تړاو نه درلود'

د ایرلینډ روزونکي هیمیر هالګریمسن وروسته وویل چې رونالډو غلط و چې هغه یې د سور کارت لپاره ملامت کړ.

هالګریمسن خبریالانو ته وویل: "هغه زما ستاینه وکړه چې په ریفري مې فشار راوړی خو واورئ، دا له ما سره هیڅ تړاو نه درلود، دا په میدان کې د هغه عمل و چې هغه ته یې سور کارت ورکړ."

هغه زیاته کړه: "دا له ما سره هیڅ تړاو نه درلود تر څو چې زه د هغه ذهن ته ورغلی نه وم." "زه به ووایم چې دا د هغه لپاره د یوې کوچنۍ بې عقلۍ شیبه وه."

د پرتګال روزونکي رابرټو مارټینز وویل: "د کریسټیانو په څیر لوبغاړي لپاره په پنالټي ساحه کې اوسیدل ګران دي."

"هغه له مدافعینو سره دوامداره تماس درلود، چې هغه یې نیولی و. هیڅ تاوتریخوالی نه و — هغه هڅه وکړه چې هغوی لرې کړي."

 وه لوبو بندیز سره مخ کیدی شي — چې په بالقوه توګه به یې د ۲۰۲۶ نړیوال جام لومړۍ لوبه له لاسه ورکړي.

وپلټۍ
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې په تړاو پر تړونونو د عمل کولو یادونه وکړه
د فلسطین چارواکي وايي، د اسرائیلو بریدونو په غزه کې تر ۶۸ میلیون ټنو پورې ملبه پریښې ده
فیدان: د مکې اتحاد د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی چې د سولې ګډ لید لوری لري.