نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
د بله پلوه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه بیا د ټرمپ ددې څرګندونو په ځواب کې ګواښ وکړ چې «د نوي برید په صورت کې به د جګړې جغرافیه او معادلات بدل کړو.»
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
دونالد ترمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ د فاکس (Fox) نیوز خبریال ټري ینګسټ (Trey Yingst) ته په مرکه کې ویلي، که چیرې ایران د امریکا غوښتنې ونه  مني ، نو دا به یوازې د وخت خبره وي چې آیا دا ټول هېواد « هوا ته والوځول شي» او کله نه.

ډونالډ ترامپ زیاته کړه چې د شته انتخابونو په منځ کې د ایران بشپړ محوه کول، د اقتصادي پاشل کېدو په حال کې د هغه پرېښودل، او یا د یوه جامع تړون کول شامل دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د تهران حکومت خبرداری ورکړی و چې «که متحده ایالات یا په منځني ختیځ کې کوم بل هېواد تېروتنه وکړي، د د ډیرو سختو او غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخ شي.»

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د مېشتو امریکایانو لپاره امنیتي خبرداری خپور کړی دی.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویاند حسین محبي د خپل هېواد پر وړاندې د امریکا د احتمالي نویو بریدونو په اړه وویل: «که نوې حملی وشي، زموږ دفاعي او هجومي غبرګون به په جدي توګه بدل شي. که نوی برید وشي، موږ به د وسلو نوعیت او د جګړې جغرافیه بدله کړو.»

محبي په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې د روان وضعیت په اړه دا څرګندونې وکړې.

نوموړي پر ایران د امریکا او اسرائیلو د نویو بریدونو د احتمال ارزونه وکړه او زیاته یې کړه:

«که نوې برید وشي، زموږ دفاع او بریدونه به له پخوا څخه بنسټیز توپیر ولري. د نوي برید په ځواب کې بې له شکه د وسلو او جګړې جغرافیه بدلوو. میدان ته به په نویو وړتیاوو سمبالې نوي وسلې راوباسو چې نړۍ بې له شکه حیرانه کړي. زموږ موخې به زړې موخې نوي؛ موږ نوي هدفونه ټاکلي چې تر اوسه پرې برید نه دی شوی.»

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.