تورکیه
5 د لوستلو دقیقې
د تورکيې د بهرني سیاست اجنډا
د تورکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت اړیکې
00:00
د تورکيې د بهرني سیاست اجنډا
/ AA

د "د تورکيې بهرني سیاست اجنډا" خپرونې په نوې برخه کې بیا ستاسو په خدمت کې یو. د نن ورځې په خپرونه کې به موږ شمالي قبرس ترک جمهوریت ته د بهرنیو چارو زویر هاکان فیدان  سفر او د تورکیې - شمالي قبرس ترک جمهوریت اړیکې" موضوع وڅېړو

د بهرنیو اړیکو کارپوه ډاکټر جمیل دوغاچ ایپیک د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شمالي قبرس ترک جمهوریت ته  دوه ورځنی سفر وکړ. هاکان فیدان د شمالي قبرس ترک جمهوریت له ولسمشر ایرسین تاتار، د پارلمان له رئیس ضیا اوزتورک لر، لومړي وزیر اونال اوستل او د بهرنیو چارو وزیر تحسین ارتوغرول اوغلو سره وکتل. د صدارات په غونډه کې د لومړي وزیر مرستیال، د سیاحت، کلتور، ځوانانو او چاپیریال وزیر فکري اتااوغلو او د عامه کارونو او ترانسپورت وزیر ایرخان اریکلي هم ګډون درلود. هاکان فیدان همدارنګه د جمهوري پلوو ترک ګوند له مشر طوفان ایرهورمان او د خلکو ګوند له مشر قدرت اوزرسای سره هم وکتل.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ولسمشر ایرسین تاتار سره په ګډه خبري غونډه کې، د قبرس ترکانو پر وړاندې د انزوا په اړه خبرداری ورکړ، او وویل چې دا د یو چوپ انساني جنایت په توګه بدل شوی دی. هغه  د نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د قبرس د دوه دولتي وضعیت لپاره قانوني بنسټ رامنځته کړي.

هغه وویل چې د تورکیې جمهوریت او د شمالي قبرس ترک جمهوریت  ترمنځ اړیکې د تاریخي، کلتوري او ستراتیژیکو اړیکو پر بنسټ جوړې شوې او د ژور همکارۍ او پیوستون پر بنسټ يي پراختیا موندلې ده. دا اړیکې د قبرس ټاپو د تاریخي پروسو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په رڼا کې پرله پسې پیاوړې شوې او وده کوي.

د قبرس ټاپو په ۱۵۷۱ کال کې د ترکانو  امپراتورۍ  تر واک لاندې راغی او نږدې درې پیړۍ د عثماني واکمنۍ لاندې پاتې شو. په ۱۸۷۸ کال کې ټاپو برتانیوي سترواکۍ ته وسپارل شو او په ۱۹۶۰ کال کې د قبرس جمهوریت په نوم خپلواکي ترلاسه کړه. خو په ۱۹۶۳ کال کې، کله چې د قبرس یوناني پلو د قبرس ترکي ټولنې پر وړاندې بریدونه پیل کړل او د اساسي قانون نظم یې ګډوډ کړ، قبرسي ترکان له دولتي بنسټونو څخه وایستل شول او له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شول. دا وضعیت په ۱۹۷۴ کال کې د یونان د پوځي کودتا په ملاتړ د کودتا او انوسیس (له یونان سره د ټاپو یوځای کېدو) د هڅې له امله لا خطرناک شو. تورکیې د ۱۹۶۰ کال د تضمین تړون له مخې د خپلو حقونو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې، د قبرس د ترکي ټولنو د امنیت د خوندي کولو او په ټاپو کې د اساسي قانون نظم د بیا رغولو په موخه د ۱۹۷۴ کال د جولای په ۲۰مه د سولې عملیات ترسره کړل. دې عملیاتو د قبرس ترکانو شتون او حقونه خوندي کړل.

د ۱۹۸۳ کال د نوامبر په ۱۵مه، د قبرس ترکانو د خپل برخلیک د ټاکلو له حق څخه په ګټې اخیستنې سره شمالي قبرس ترک جمهوریت اعلان کړ. تورکیې په همدې ورځ د شمالي قبرس ترک جمهوریت  په رسمیت پېژندل اعلان کړل او دواړو لورو سفارتونه پرانیستل. دې پروسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو رسمي بنسټونه جوړ کړل.

تورکیه او شمالي قبرس ترک جمهوریت په نړیوالو پلاټفارمونو کې د یو بل حقونه او ګټې خوندي کوي او د قبرس د مسئلې د عادلانه حل لپاره همکاري کوي. په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو  په کچه په خبرو اترو کې، تورکیه ټینګار کوي چې د قبرس ترکي خوا ته باید مساوي دریځ او د حاکمیت حقونه ورکړل شي. په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې او په بېلابېلو پړاوونو کې ځنډېدلې د خبرو اترو پروسې کې، تورکیه او شمالي قبرس ترک جمهوریت  په ټاپو کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي. خو، د قبرس یوناني پلو د نه پخلاینې د دریځ له امله په خبرو اترو کې غوښتل شوی پرمختګ نه دی شوی.

د تورکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت  ترمنځ اقتصادي اړیکې د بېلابېلو تړونونو او د همکارۍ پروتوکولونو له لارې ملاتړ کېږي. په ۱۹۸۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ تړون د اقتصادي اړیکو بنسټ جوړوي. دا تړون د سوداګرۍ د پراختیا، تخنیکي همکارۍ او اقتصادي پراختیا په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کولو موخه لري. تورکیه د شمالي قبرس ترک جمهوریت  د امنیت د خوندي کولو لپاره پوځي ملاتړ برابروي. په دې برخه کې، په قبرس کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو شتون په ټاپو کې د سولې او ثبات په ساتنه کې مهم رول لوبوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاع په برخه کې همکاري د ګډو تمرینونو او روزنیزو پروګرامونو له لارې پیاوړې کېږي.

په ختیځ مدیترانه کې د انرژۍ سرچینو او سمندري واک سیمو په اړه پرمختګونو د تورکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت  ستراتیژیک همکاري لا مهم کړی دی. ترکیه د شمالي قبرس ترک جمهوریت  د حقونو د خوندي کولو لپاره په سیمه کې د څېړنې او پلټنې فعالیتونو ملاتړ کوي او په نړیوالو پلاټفارمونو کې د شمالي قبرس ترک جمهوریت  ګټې خوندي کوي. دا همکاري په سیمه کې د انډول د ساتلو له نظره حیاتي اهمیت لري.

د تورکیې جمهوریت او د شمالي قبرس ترک جمهوریت ترمنځ اړیکې د تاریخي او کلتوري اړیکو تر څنګ د ستراتیژیک ملګرتیا پر بنسټ جوړې شوې دي. دواړه هېوادونه په سیاسي، اقتصادي، دفاعي او کلتوري برخو کې ژورې همکارۍ لري. د قبرس مسئلې ته د عادلانه او تلپاتې حل موندلو لپاره هڅې د ترکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت  د ګډو موخو برخه ده. دا پیاوړې اړیکې په سیمه ییز ثبات او سولې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.

 

وپلټۍ
راپور :  واشنګټن باور لري له ایران سره یوې هوکړې ته نږدې دی
د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د فساد په قضیه کې د ۸۴م ځل لپاره محکمې ته وړاندې شو
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي
اسرائیل په سویلي لبنان په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژلي.
امریکايي ځواکونو په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په لیږدونکې یوې کښتۍ برید وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي: ایران به یوازې له امریکا سره 'عادلانه او جامع تړون' ومني.
امریکا ویلي چې د پاکستان په پیښور ښار کې به خپله قونسلګري وتړي
اوکراین روسیه د کییف د اوربند له پیلېدو وړاندې  په نویو بریدونو ترسره کولو تورنه کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وایي د ایران پر وړاندې (د غضب عملیات) پای ته ورسېدل
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول
د تورکیې د دفاعي او هوايي چلند نندارتون «SAHA 2026» په استانبول کې پیل شو
روسیه وايي په یو پراخ شپني برید کې یې نږدې ۳۰۰ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي
اردوغان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د تورکیې د «رغنده دریځ» له کمزوري کولو ډډه وکړي
د ایران د پارلمان مشر: 'په هرمز تنګي کې یوه نوې معادله بڼه نیسي'
عربي هیوادونو پر متحده عربي اماراتو بریدونه وغندل او له ایرانه یې د دښمنۍ د ختمولو غوښتنه وکړه