د تورکيې د بهرني سیاست اجنډا
د تورکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت اړیکې
د "د تورکيې بهرني سیاست اجنډا" خپرونې په نوې برخه کې بیا ستاسو په خدمت کې یو. د نن ورځې په خپرونه کې به موږ شمالي قبرس ترک جمهوریت ته د بهرنیو چارو زویر هاکان فیدان سفر او د تورکیې - شمالي قبرس ترک جمهوریت اړیکې" موضوع وڅېړو
د بهرنیو اړیکو کارپوه ډاکټر جمیل دوغاچ ایپیک د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شمالي قبرس ترک جمهوریت ته دوه ورځنی سفر وکړ. هاکان فیدان د شمالي قبرس ترک جمهوریت له ولسمشر ایرسین تاتار، د پارلمان له رئیس ضیا اوزتورک لر، لومړي وزیر اونال اوستل او د بهرنیو چارو وزیر تحسین ارتوغرول اوغلو سره وکتل. د صدارات په غونډه کې د لومړي وزیر مرستیال، د سیاحت، کلتور، ځوانانو او چاپیریال وزیر فکري اتااوغلو او د عامه کارونو او ترانسپورت وزیر ایرخان اریکلي هم ګډون درلود. هاکان فیدان همدارنګه د جمهوري پلوو ترک ګوند له مشر طوفان ایرهورمان او د خلکو ګوند له مشر قدرت اوزرسای سره هم وکتل.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ولسمشر ایرسین تاتار سره په ګډه خبري غونډه کې، د قبرس ترکانو پر وړاندې د انزوا په اړه خبرداری ورکړ، او وویل چې دا د یو چوپ انساني جنایت په توګه بدل شوی دی. هغه د نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د قبرس د دوه دولتي وضعیت لپاره قانوني بنسټ رامنځته کړي.
هغه وویل چې د تورکیې جمهوریت او د شمالي قبرس ترک جمهوریت ترمنځ اړیکې د تاریخي، کلتوري او ستراتیژیکو اړیکو پر بنسټ جوړې شوې او د ژور همکارۍ او پیوستون پر بنسټ يي پراختیا موندلې ده. دا اړیکې د قبرس ټاپو د تاریخي پروسو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په رڼا کې پرله پسې پیاوړې شوې او وده کوي.
د قبرس ټاپو په ۱۵۷۱ کال کې د ترکانو امپراتورۍ تر واک لاندې راغی او نږدې درې پیړۍ د عثماني واکمنۍ لاندې پاتې شو. په ۱۸۷۸ کال کې ټاپو برتانیوي سترواکۍ ته وسپارل شو او په ۱۹۶۰ کال کې د قبرس جمهوریت په نوم خپلواکي ترلاسه کړه. خو په ۱۹۶۳ کال کې، کله چې د قبرس یوناني پلو د قبرس ترکي ټولنې پر وړاندې بریدونه پیل کړل او د اساسي قانون نظم یې ګډوډ کړ، قبرسي ترکان له دولتي بنسټونو څخه وایستل شول او له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شول. دا وضعیت په ۱۹۷۴ کال کې د یونان د پوځي کودتا په ملاتړ د کودتا او انوسیس (له یونان سره د ټاپو یوځای کېدو) د هڅې له امله لا خطرناک شو. تورکیې د ۱۹۶۰ کال د تضمین تړون له مخې د خپلو حقونو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې، د قبرس د ترکي ټولنو د امنیت د خوندي کولو او په ټاپو کې د اساسي قانون نظم د بیا رغولو په موخه د ۱۹۷۴ کال د جولای په ۲۰مه د سولې عملیات ترسره کړل. دې عملیاتو د قبرس ترکانو شتون او حقونه خوندي کړل.
د ۱۹۸۳ کال د نوامبر په ۱۵مه، د قبرس ترکانو د خپل برخلیک د ټاکلو له حق څخه په ګټې اخیستنې سره شمالي قبرس ترک جمهوریت اعلان کړ. تورکیې په همدې ورځ د شمالي قبرس ترک جمهوریت په رسمیت پېژندل اعلان کړل او دواړو لورو سفارتونه پرانیستل. دې پروسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو رسمي بنسټونه جوړ کړل.
تورکیه او شمالي قبرس ترک جمهوریت په نړیوالو پلاټفارمونو کې د یو بل حقونه او ګټې خوندي کوي او د قبرس د مسئلې د عادلانه حل لپاره همکاري کوي. په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو په کچه په خبرو اترو کې، تورکیه ټینګار کوي چې د قبرس ترکي خوا ته باید مساوي دریځ او د حاکمیت حقونه ورکړل شي. په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې او په بېلابېلو پړاوونو کې ځنډېدلې د خبرو اترو پروسې کې، تورکیه او شمالي قبرس ترک جمهوریت په ټاپو کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي. خو، د قبرس یوناني پلو د نه پخلاینې د دریځ له امله په خبرو اترو کې غوښتل شوی پرمختګ نه دی شوی.
د تورکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت ترمنځ اقتصادي اړیکې د بېلابېلو تړونونو او د همکارۍ پروتوکولونو له لارې ملاتړ کېږي. په ۱۹۸۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ تړون د اقتصادي اړیکو بنسټ جوړوي. دا تړون د سوداګرۍ د پراختیا، تخنیکي همکارۍ او اقتصادي پراختیا په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کولو موخه لري. تورکیه د شمالي قبرس ترک جمهوریت د امنیت د خوندي کولو لپاره پوځي ملاتړ برابروي. په دې برخه کې، په قبرس کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو شتون په ټاپو کې د سولې او ثبات په ساتنه کې مهم رول لوبوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاع په برخه کې همکاري د ګډو تمرینونو او روزنیزو پروګرامونو له لارې پیاوړې کېږي.
په ختیځ مدیترانه کې د انرژۍ سرچینو او سمندري واک سیمو په اړه پرمختګونو د تورکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت ستراتیژیک همکاري لا مهم کړی دی. ترکیه د شمالي قبرس ترک جمهوریت د حقونو د خوندي کولو لپاره په سیمه کې د څېړنې او پلټنې فعالیتونو ملاتړ کوي او په نړیوالو پلاټفارمونو کې د شمالي قبرس ترک جمهوریت ګټې خوندي کوي. دا همکاري په سیمه کې د انډول د ساتلو له نظره حیاتي اهمیت لري.
د تورکیې جمهوریت او د شمالي قبرس ترک جمهوریت ترمنځ اړیکې د تاریخي او کلتوري اړیکو تر څنګ د ستراتیژیک ملګرتیا پر بنسټ جوړې شوې دي. دواړه هېوادونه په سیاسي، اقتصادي، دفاعي او کلتوري برخو کې ژورې همکارۍ لري. د قبرس مسئلې ته د عادلانه او تلپاتې حل موندلو لپاره هڅې د ترکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت د ګډو موخو برخه ده. دا پیاوړې اړیکې په سیمه ییز ثبات او سولې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.